وروستی پارلماني نوملړ؛ عدالت که بې عدالتي شوې ده ؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو کمیسون د خپل کاري طرزالعمل خلاف پرته له دې، چې لومړی یې د ټاکنو خپلواک كمیسون ته وسپاري، د راتلونکو پارلماني ټاکنو د نوماندانو وروستی نوملړ اعلان کړی.
په دغه نوملړ کې د ولسي جرګې د یو شمېر برحالو غړو په ګډون پينځه دېرش نوماندان حذف شوي.
یاد شوي کمیسون د حذف شویو نوماندانو د حذف دلیل نه دی ښودلی، خو یو شمېر نوماندان وار د مخه د ځمکو په غصب، جنګي جرمونو ، د نامسوله وسله والو ډلو په لرلو او ورته نورو جرمونو تورن دي. د داسې نوماندانو د نومونو حذف له هرکلي سره مخ شوی.
د یو شمېر حذف شویو نوماندانو د حذف دلیل سیاسي ګڼل شوی. د دوی پلویان بیا د کمیسون پریکړه غندي او پرې بیا کتنه غواړي.
په ټوله کې معترضو نوماندانو د وروستي نوملړ خلاف لاس یو کړی، د ټاکنو کمیسون مرکزي دفتر یې تړلی او پرضد یې د مدني غبرګونونو د دوام ګواښ کوي.
د حکومت دریځ
په حذف شویو نوماندانو کې د حکومت د دواړو ایتلافي ټیمونو مطرح پلویان موجود دي. ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د وروستي نوملړ ملاتړ کړی او دا یې د ټاکنیزو کمیسونونو صلاحیت ګڼلی.
اجرایه ریاست هم پرخپلې فیسبوک پاڼې د ارګ اعلامیه خپره کړې او وروستی نوملړ یې تایید کړی.
حکومت له دې اعلامیې سره ظاهراً د حذف شویو نوماندانو هغه ادعاوې رد کړي، چې ځینو یې ارګ او ځينو اجرایه ریاست ورسره په مور مېرې چلند تورن کړی.
د واک د دواړو مراجعو مخالفین دغه بنسټونه تورنوي، چې د ټاکنیزو شکایتونو پر کمیسون یې د دوی د حذف لپاره فشار راوړی.
ښه پيل؛ نېمګړی دوام
د پارلماني نوماندانو له لیسته د یو شمېر هغو څېرو حذفیدل، چې د ځمکو په غصب، د ناقانونه وسله والو ډلو په لرلو، په جنګي جنایتونو او نورو جرمونو کې په لاس لرلو تورن دي، په ټوله کې یو ښه پيل او د هرکلي وړ دی.
دا اقدامات تر ډېره له هغو ګونګوسو سره تړلي، چې وار د مخه په راتلونکي پارلمان کې د نا منلو څېرو د مخنیوي په اړه خپاره شوي.
په وروستي نوملړ کې د حذف شویو نوماندانو نومونه سره له دې، چې بسنه نه کوي خو د دې هیله یې پیدا کړې، چې ټاکنیز کمیسونونه پر نوماندانو د قوانینو تطبیق ته جدي دي.
دا اقدامات سره له دې، چې هیله بښونکي دي خو بسنه نه کوي. لکه چې وویل شول په حذف شویو نوماندانو کې داسې خلک هم شته، چې د سیاسي او عقده یي چلند ادعا ورسره موجوده ده.
ټاکنیز کمیسونونه باید نه یوازې داسې نوماندانو ؛ بلکې ټولو ته د حذفیدو دلایل یې روښانه کړي.
دا کار به هم د کمیسونونو د کاراعتبار پياوړی کړي او هم به عدلي او قضایي ارګانونه اړ باسي، چې د متخلفو او مجرمو نوماندانو په اړه د شته شواهدو له مخې د هغوی پر وړاندې لازم قانوني ګامونه واخلي.

وروستی لیست

د معترضو نوماندانو غبرګون
ځینو معترضو نوماندانو د ټاکنو خپلواک کمیسون مرکزي دفتر تړلی او ورسره د عدالت غوښتنه یې کړې. د ټاکنو خپلواک کمیسون، چې اصولاً د پارلماني نوماندانو وروستی نوملړ باید دټاکنیزو شکایتونو د کمیسون له لورې لومړی دوی ته سپارل شوی او دوی له تایید وروسته اعلان کړی وای، باید په دې برخه کې د اصولو مطابق کار ته مخه کړي.
یو شمېر نورو نوماندانو سترې محکمې ته د خپل ټاکنیز برخلیک په اړه عریضه سپارلې او غوښتنه یې کړې، چې عدالت ورسره وشي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون که احیاناً د خپلې پریکړې په اړه حذف شویو نوماندانو ته په ځواب ویلو مکلف نه وي، نورې داسې قانوني لارې باید پيدا او تطبیق شي، چې حذف شویو او پلویانو ته یې قناعت ورکړي.
په دې برخه کې به غوره وي، چې ستره محکمه یا خپله لاس په کار او یا د پخوانیو ناندریزو پارلماني ټاکنو د ستونزې د حل په شان ځانګړې ټاکنیزه محکمه جوړه کړي.
د حذف شویو او نورو ممکنه حذفیدونکو او ناراضو نوماندانو د شکایتونو څېړل یا دوی ته د حذف د دلایلو روښانول یې دا ګټه کوي، چې د نوماندانو په حق کې د بې عدالتۍ مخه نیسي.
د حکومت، سیاسي ډلو، ولس او مدني ټولنو ګډ مسولیت دی، چې د په حقه حذف شویو نوماندانو د حذف ملاتړ او د ناحقه حذف شویو د حق غوښتنې ملاتړ وکړي.