واده باید د زده کړو پر وړاندې خنډ ونه بولو او په دقت پریکړې وکړو

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه: حشمت الله رحمتي
په افغاني ټولنه کې دا معمول ده چې کومه انجلۍ تعلیم کوي، نو که یې څوک په مرکه راشي مخکې لدې چې د انجلۍ والدین د هلک کورنۍ او خپله هلک مطالعه کړي، د انجلۍ مور سمدواره وايي چې زما لور میړه نه کوي یا وايي چې زما لور زده کړه کوي.
ددغسې کلیماتو د ویلو تر شا ماته یو څو ټکي را په زړه کیږي، لکه لومړی دا چې په افغانستان کې ډیری انجونې د تعلیم د ارزښت لرونکي نعمت څخه بې برخې دي او یوه نیمه چې پکې تعلیم کوي، نو کورنۍ ته یې د یوې وزیرې په شان ښکاري.
په خپل ذات کې دغه نوعه فکر او نظر د خپلې لور په رابطه ښه دی، خو کله کله مشکلات هم تر شاه لري، لکه پښتو کې یو متل دی (چې په طمه د سپرو شي، هغه پاتې په میرو شي) مفهوم دا چې دغه قسم کورنۍ داسې کورنۍ ته خپله لور ورکوي چې په راتلونکي کې ددوی د لور ټولو مادي غوښتنو ته ځواب ووايي، چې د معنوي غوښتنو په اړه حتا هیڅ فکر هم نه کوي.
د دولس کاله تعلیم څخه وروسته چې د انجلۍ عمر پکې تر ۱۸ کالو زیاتیږي بیا که د طب پوهنځی چې ډیرې انجونې یې وايي ۷ کلنه دوره ده، چې تقریبآ ددې دورې نه وروسته د انجلۍ عمر مخ په پخیدو وي، یعنې تر ۲۵ کلنو هم اوړي، چې دا کار نه یواځې د طبي له پلوه غیر موثر دی، بلکې د اسلام مبارک دین چې یو کامل او شامل دین دی هم د نکاح لپاره د انجلۍ عمر ۱۶ او د هلک عمر ۱۸ کاله ښودلی دی چې پدې وخت کې ددوی جنسي غریزه هم لوړه وي. یعنې اسلام هم غوره بولي چې له زلمیتوب او پيغلتوب سره واده وشي ښه به وي.
بل زیان د تعلیم د دورې د خلاصیدو څخه وروسته د انجلۍ ورکول (ودول) په اصل کې د انجلۍ سره ظلم دی، ځکه بیا په پوخ عمر کې هغه قسم د ژوند ملګري چې یې نوموړې هیله لري، ډیره مشکله ده چې پیدا یې کړي، ځکه هیڅوک هم نه غواړي چې د پخې ښځې سره واده وکړي، بلکې د هر ځوان غوښتنه دا ده چې د داسې یوې انجلۍ سره واده وکړي چې عمر یې باید د ۲۰ کلنو څخه کم وي.
زه پخپله ډیرې داسې واده شوې ډاکټرانې، ښوونکې او نورې تعلیم یافته ښځې پيژنم؛ د داسې یو چا سره يې واده کړی وي، چې په یوه معنا هم د دوی وړ نه دي، که یې تر شا دلیل ته ځیر شئ، نو در معلومه به شي چې د پوهنتون په لومړیو کلنو کې یې د کورنۍ لخوا په غیرې منطقي ډول ډیرې مرکې رد شوي. نو راشئ چې د خپلو خوینو او لورګانو د ژوند سره لوبې کول پریږدو او د ښې راتلونکې په اړه يې مثبت او ښه فکر وکړو.
یعنې زما پورته خبرې په دې مانا نه چې که داسې ونه کړئ، نو بشپړ تاوان به ولري، خو که چیرته مو مناسبه بلله او فکر کیده چې د انجلۍ ژوند به هم ښه وي، د انجلۍ خوښه هم وه او له ټولو اړخونو اندیښنه نه وه، نو ښه ده چې بیا یې د واده مخه ونه نیول شي، اما که ستونزې وې او په اصطلاح په هغه معیار شرایط نه ول برابر، نو بیا ښه دی چې وځنډیږي او دقت وشي.