افغانستان په دویمه۲۰ اوریزه سیالۍ کې نن بیا د ایرلینډ سره مخامخ دی؛ خو ایرلینډ ته یې ګټل خورا اړین دي

رنګین تجريدي ډیزاین

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ایرلینډ کې د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې خلاف په لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې پیل په بریا سره کړی دی او نن بیا دواړه لوبډلې په دویمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې سره مخامخ دي.

په لمړۍ سیالۍ کې افغان لوبډلې د حضرت الله ځاځي د ۷۴ برید کوونکو منډو پرمټ ایرلینډ ته د لوبې په ۱۸ اورونو کې د ۱۶۱ منډو هدف ورکړی و، چې د ایرلینډ لخوا د هدف په ځواب کې ۱۴۴ منډې جوړې شوې او لوبه یې د ۱۶ منډو په توپیر افغان لوبډلې ته وبایلله. 

د درې ۲۰ اوریزه سیالیو د لړۍ په دویمه لوبه کې نن ماښام ۷ نیمې بجې دواړه لوبډلې سره یو ځل بیا مخامخ دي، چې په سیالۍ کې د افغان لوبډلې په نسبت ایرلینډ ته بریا ډیره اړینه ده.

که چیرې نن په سیالۍ کې ایرلینډۍ لوبډله د افغان لوبډلې خلاف بریا خپلويي، نو سیریز به برابر شي او وروستۍ دریمه سیالۍ کې به کټونکې لوبډله دغه لړۍ خپلوي، خو که افغان لوبډله د تیر په څیر بیا د ایرلینډ خلاف ماته ونه مني، نو د درې لوبو دا سیریز به هم په همدې سیالۍ سره د افغانستان په ګټه شي.

د دواړو افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په وروستیو مسلسل ۴ شل اوریزه سیالیو کې افغان لوبډلې بریاوې خپلې کړې دي، خو ایرلینډ بیا د افغانستان خلاف تر دې مهاله په ترسره شویو ۸ سیالیو کې یواځې ۳ ګټلې دي. 

افغان کرکټ ملي لوبډلې د په لمړۍ سیالۍ کې د بریا خپلولو سره په وروستیو کې ۱۶ لوبو کې د ګټونکو سیالیو شمیر ۱۳ ته لوړ کړ، چې اوس مهال تر ټولو بهترینه کار کردګي شمیرل کیږي او د ۲۰ اوریزه سیالیو د یوې خاص لوبډلې لقب یې خپل کړی دی. 

افغانستان او ایرلینډ دواړه د کلونو راهیسې په کرکټ کې دوه قوي حریفان شمیرل کیږي، چې وخت ناوخت د یو بل کوربه توب ته زړه ښه کوي. 

د افغان او ایرلینډۍ کرمټ ملي لوبډلو ترمنځ د ایرلینډ په روان سفر کې به د درې ۲۰ اوریزه سیالیو ترڅنګ درې ۵۰ اوریزه لوبې هم ترسره شي، چې د روانې اګسټ میاشتې په ۲۷ مه نیټه به لمړۍ ۵۰ اوریزه سیالي، په ۲۹ مه نیټه دویمه او په وروستۍ ۳۱ مه نیټه به دریمه ۵۰ اوریزه لوبه هم ترسره شي، چې دغه فر به هم پرې پای ته ورسیږي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.