
ليکنه: مدثر دعوت
هندوستانۍ لوبډلي د افغانستان سره د لوبي لپاره تمرينات پيل کړه.
په نړيوال جام کي د هندوستان او افغانستان لوبه د راتلونکي شنبې په ورځ د ماسپښين پر ۰۲:۰۰ بجې پيليږي.
دغه لوبه چي د انګلستان د سوت امپټن ښار په روز باول لوبغالي کي ترسره کيږي هندۍ لوبډلي ورته لا له وړاندي چمتوالی پيل کړ.
د هندوستان کريکټ بورډ نن پر خپلي ټويټر پاڼي د خپلو لوبغاړو د تمريناتو د مهال انځورونه خپاره کړي او د تمريناتو د پيل خبر يې ورکړ.
که څه هم د هند او افغانستان لوبه د جون مياشتي په ۲۲مه ده خو ويرات کهولي په يوې نوې مرکه کي ويلي وه چي د افغانستان لوبډله قوي ده او موږ ته به د لوبي ګټل اسانه خبره نه وي.
له بله اړخه د هندۍ لوبډلي چپ لاسی اوپنر توپوهونکی شيکر دهون د زخمونو له کبله د نړيوال جام څخه بهر سو او پرځای يې بل کيڼ لاسی ویکټ ساتونکی توپوهونکی ریشب پنت اخيستل سوی.
د افغانستان کريکټ بورډ وياند فريدهوتک ياران ته وويل چي افغان لوبغاړو هم نن تمرينات پيل کړي،او د راتلونکي لوبي لپاره پوره چمتوالی نيسي.
هندوستان تر دې مهاله په نړيوال جام کي ۴ لوبي ګټلي ،يوه لوبه يې د باران له کبله بې پايلي پايته رسيدلې،او د لوبو په جدول کي څلورم مقام لري.
افغان لوبډلي بيا تر دې مهاله ۵ لوبي کړي،ټولي يې بايللي او د جدول په وروستي ځای کي قرار لري.