ليکنه: مدثر دعوت
سږ ۲۰۱۸ز کال IPL لوبو کي سنرايزرز حيدراباد لوبډله ډېره ښه روانه ده، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۷ز کال کي يې د ډيويډ وارنر په لوبډلمشرۍ کې هم خورا ښه لوبې ترسره کړلې، ان تر دريم مقامه يې ځان ورساوه او په پلې اپ کې يې د پياوړي لوبډلې KKR په وړاندي ماتې وخوړه.
په هرصورت، د سويلي افريقا د لوبغاړو سره د جنجال او د بال د توږلو له امله د هندوستان کرکټ بورډ او د هندوستان د تجارتي لوبو رهبرۍ هم دا پرېکړه وکړه چې وارنر او سميت به په ۲۰۱۸ز کال IPL لوبو کي نه لوبيږي، له همدې امله به د ۲۰۱۶ز کال ګټونکي لوبډلمشر پرته سنرايزرز حيدراباد لوبډله خپلي لوبې ترسره کوي.
سنرايزرز حيدراباد د ۲۰۱۸ز کال لپاره نيوزلنډی کين ويليامسن د لوبډلمشر په حيث وټاکه.
د افغانستان څخه محمدنبي او راشد خان لاهم له يادې لوبډلې سره لوبيږي.
خو سږ کال که څه هم ډيويډ وارنر د سنرايزرز حيدراباد سره نه لوبيږي، په ټولنيزو رسنيو کي يې د حيدراباد لوبډلې څخه خپل ملاتړ ښودلی، هغوی يې ښې لوبې ته هڅولي او د خپل انسټګرام په ژوندۍ ويډيو کې يې هم د خپلي لوبډلې په اړه خبري کړيدي.
وارنر غوښتل هندوستان ته راشي او د خپلي لوبډلې لوبې له نيږدې ننداره کړي. خو په دې وروستيو کې د هند کرکټ بورډ وارنر ته په IPL کي د سنرايزرزحيدراباد لوبډلي دلوبو نندارې ته، د ورتګ اجازه نده ورکړې.
ډيويډ وارنر به په ۲۰۱۹ز کال کي بيرته د سنرايزرز حيداراباد لوبډلې سره يوځای شي.