هندي رسنیو، روهېټ شرما ته د شپږیزو د پاچا لقب ورکړ!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: سمیع الله درانی
د نړۍ په کچه ډېری لوبغاړي شته، چې شپږیزې ډېرې په اسانۍ سره وهي، د نیوزیلېنډ مارټېن ګوپټېل، د انګلستان جاني بېرسټو، د افریقا ای بي ډیویلئیرس، د اسټرالیا مکسویل، د ویسټ انډیز کرېس ګېل او د هندوستان روهېټ شرما، هغه لوبغاړي دي، چې اوسمهال یې شپږیزې په زړه پورې دي.
روهېټ شرما د نومبر تر ۶ مې نېټې پورې په شپږیزو کې دریم مقام درلود.
مارټېن ګوپټېل لومړیو کې ۱۰۳ شپږیزې وهلې وې او شل اوریزو لوبو کې یې زیاتو شپږیزو وهلو کې لومړی مقام درلود؛ هغه په ۷۶ لوبو کې دا مقام اخېستی و.
د ده دا ریکارډ کرېس ګېل مات کړ او کرېس ګېل په ۵۸ شل اوریزو لوبو کې ۱۰۵ شپږیزې ووهلې او له ګوپټېل څخه یې د نوملړ د سر مقام ونیو.
تازه د نومبر په ۷ مه نېټه روهېټ شرما د بنګله دېش خلاف دوهمه شل اوریزه لوبه کې ۶ شپږیزې ووهلې او خپلې د شل اوریزو لوبو شپږیزې یې ۱۰۹ ته ورسولې او د شل اوریزو نړیوالو لوبو په شپږیزو وهونکو کې لومړی شو.

روهېټ شرما ۹۹ شل اوریزې لوبې کړي او په دې لوبو کې یې ۱۰۹ شپږیزې او ۲۱۹ څلوریزې وهلي دي.
روهېټ شرما ته اوس په هندي رسنیو کې د شپږیزو د پاچا لقب کارول شوی دی او کېنګ اف د سېکسېز نوم یې ورته کارولی دی.
روهېټ شرما په ۲۰۱۹ م کال کې ۷۴ شپږیزې په ټولو ډولونو ( ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو) لوبو کې وهلي دي او دا لړۍ لا روانه ده، ۲۰۱۸ کال کې یې په ټولو فارمټونو کې ۷۴ شپږیزوې وهلې وې، ۲۰۱۷ کال کې یې ټولې ۶۵ شپږیزې وهلې وې.
ډیویلیرس بیا په ۲۰۱۵ م کال کې ۶۳ شپږیزې او کرېس ګېل ۲۰۱۲ م کال کې ۵۹ شپږیزې وهلې وې.

روهېټ شرما د هندي توپ وهونکو په منځ کې په هر ډول شل اوریزو لوبوکې ټولټال ۳۴۴ شپږیزې وهلي، سورېش رېنا بیا ۳۱۱ شپږیزې او ډوني ۲۹۵ شپږیزې وهلي دي، چې آې پي ایل او سوداګریزې شل اوریزې لوبې هم پکې شاملې دي.
د روهېټ شرما لوبډلمشري او شپږیزو کې یې مخکښ رول
شرما په ۱۷ لوبوکې لوبډلمشري کړې او په دې لوبو کې یې ۱۷ اننګزونه لوبولي دي، چې پکې یې ۳۷ شپږیزې وهلي دي، ډوني د لوبډلمشر په صفت ۶۲ پاڼیو کې ۳۴ شپږیزې وهلي دي او ویرات کولي بیا ۲۶ پاڼیوکې د لوبډلمشر په توګه ۲۶ شپږیزې وهلي دي، چې دې برخه کې هم روهېټ شرما تر نورو هندیانو مخکښ دی.

روهېټ شرما د نومبر په ۳ مه نېټه د بنګله دېش خلاف درې شل اوریزو لوبو کې لوبډلمشر ټاکل شوی دی، چې لومړۍ لوبه بنګله دېش په ۷ وېکټو وګټله او دوهمه شل اوریزه لوبه د نومبر په ۷ مه نېټه هند په ۸ وېکټو وګټله، روهېټ شرما دې لوبه کې ۶ شپږیزې او شپږ څلوریزې ووهلې او په ۴۳ توپونو یې ۸۵ منډې وکړې، هغه په خپلې بې سارې لوبې سره د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم واخېسته.