ترتیب او راټولونه: حشمت الله رحمتي
هر کله چې مو ډوډۍ تر ستوني تیره شوه، سمدلاسه لاندې کړنې مه تر سره کوئ ځکه دغه کړنې په بدن کې د نا ارامتیا سبب ګرځي:
1. قدم وهل
2. ژر خوب کول
3. میوه خوړل
4. سګرټ څکول
5. غسل کول
6. چای څښل
7. کمر بند یا پټۍ سستول
اوس راشئ چې د پورته اوو کړنو په اړه یو څه بحث وکړو:
لومړی دا چې له ډوډۍ خوړولو وروسته باید سمدلاسه قدم وهل شروع نه کړو، که څه هم دا معمول ده چې د ډوډۍ نه ورورسته قدم وهل د غذا د هضم لامل ګرځي یا بعضې خلک په دې آند دي چې د ډوډۍ نه بعد ۱۰۰ قدمه وهل ستاسې عمر تر ۹۹ کلنۍ پورې غځوي، مګر دا صرف د خلکو خبرې دي او کوم علمي اړخ نلري، نو سمدلاسه قدم وهل د غذايي موادو هضم کمزوری کوي.
بله دا چې دا به مو لیدلي وي چې د ښاریاتو خلک د شپې ناوخته ډوډۍ خوري، او د اطراف خلک بیا سرې ماښام ډوډۍ خوري، یا هم د غرمې ډوډۍ هم عین شی ده چې د ښار خلک یې ډیره ناوخته خوري او د اطرافو خلک یې بیا په ۱۲ بجو شاوخوا خوري، چې د ارام لپاره یو څه وخت هم له ځان سره لري.
د اسلام د مبارک دین د ارشاداتو له مخې په غرمه کې د لنډ وخت لپاره ارام کول بدن ته ډير ګټور دی، خو په درانده خوب ویده کیدل البته د ډوډي پسې سمدلاسه د غذا د هضمې سیستم بطي کوي، چې ددې له وجهې کلمو کې ګډوډي رامنځته کیږي.
میوه خوړل:
ډوډۍ پسې سم د واره میوه خوړل د خیټې پړسوب پیدا کوي، نو ښه او طبي خبره دا ده چې د ډوډۍ نه یو ساعت مخکې یا وروسته میوه وخوړل شي، هغه هم په کمه اندازه.
سګرټ څښل:
سګرټ څښل په هر مهال د بدن د ضعف لامل ګرځي په تیره بیا د ډوډۍ د خوړلو څخه وروسته، ځکه چې د سرطان چانس ډیر وي، او څیړنو دا په اثبات رسولې چې د ډوډۍ نه وروسته سمدلاسه د سګرټ څښل په عادي ډول د سګرټ څښلو څخه لس چنده ډیر زیان لري.
غسل کول:
له ډوډۍ نه وروسته سمدلاسه غسل کول پښو، لاسونو او نور بدن ته د وینې جریان تیزوي چې معدې ته د ضرورت څخه کمه وینه پاتې کیږي او دا بیا د هاضمې سیستم د متضرره کیدو لامل ګرځي.
چای څښل:
له ډوډۍ نه وروسته چای څښل ځکه ښه نه دي چې د چای پاڼې تیزابې محلولونه لري، او تیزاب د خوړل شوې غذا د کلکیدو لامل ګرځي او خوړل شوې غذا ژر نه هضمیږي، نو ددې لپاره باید د خوړو او چای ترمنځ حد اقل نیم ساعت وقفه وشي.
کمربند یا پټۍ سیستول:
بعضې خلک داسې په کاسو رالویږي چې ګویا د کافر مال دی، په پښتو کې مشهور متل دی چې که چاقو د سرو هم وي په خیټه د منډلو نه دی، مطلب دا چې هیڅکله دومره ډوډۍ مه خورئ چې پټۍ مو کلکه کړي، او بیا که مو بریک کار ونه کړ، یا ځانته پوه نه شوئ بیا د پټۍ د سستولو اراده هم مه کوئ ځکه دا کار د کلمو درد پیدا کوي، او ستاسې وجود د سستوالي لامل ګرځي.