هغه ۷ خبرې چې پیاوړي رهبران او مدیران یې باید هیڅکله ونه کړي

رنګین تجريدي ډیزاین

لیکنه: سوسان فوسټر
ژباړه: غازي عابد
د یوه رهبر په حیث ستاسې ټولې خبرې ډیرې اغیزناکې او د حساب وړ وي، باید ځان ډاډه کړئ چې هره خبره مو په وزن برابره او پر ځای وي.
روډیارډ کیپلینګ وايي توري یا خبرې د بشر تر ټولو قوي درمل دي.
دا د یوه رهبر مهمه دنده هم ده چې خلکو ته باید هڅوونکي او قوت ورکوونکي خبرې وکړي، هغه خبرې چې رهبر یې کوي (که دا هر ډول خبرې وي) د هغه/هغې یوه پياوړې وسیله یې ده.
نو که غواړئ چې یو ستر او قوي رهبر اوسئ، دلته څو شیان دي چې باید هیڅکله یې ونه وایئ:
۱- «هیڅ ستونزې نشته، یوازې فرصتونه دي»
ستونزې راپیدا کیږي، که موږ ترې انکار وکړو، دا د حل لار نه ده او نه په دې سره ختمیدای شي.
دا سمه ده چې موږ تل د ستونزو په مقابل کې باید قوي او برلاسي او د کارکوونکو یا ټیم د هڅولو لپاره باید مثبت وغږیږو، خو که چیرته رښتیا هم ننګوونکې ستونزې وي او مشر یا رهبر همدا خبره کوي چې هیڅ ستونزې نشته او د ستونزو په اړه د کارکوونکو اندیښنو ته ژور پام نه کوي، کیدای شي دا ستونزې پراخې یا قوي شي، نو که داسې څوک کوي، دا کار رهبر یا لیډر بې پروا او کمزوری څرګندوي.
ضرور ده چې تل باید له کارمندانو اوریدل وشي، ځکه ممکنه ده چې ستونزې ته هغوی یوه ښه حل لاره رایستلي وي.
۲- « له ما د پوښتنې کولو، مخکې هیڅ هم مه کوئ»
که چیرته یوه کارکوونکي نوې دنده پيل کړي وي او د هغه هر یو قدم مدیریت شي، نه یوازې دا چې د هغه د کار مانع کیږي، بلکې خپله د مدیر لپاره به هم یو سرخوږی او بې ګټې کار وي.
که چیرته یو مدیر اندک یا واړه واړه شیان هم مدیریت کوي، نو کاري پروسه ځنډنۍ کیږي او په اخلاقي لحاظ کارکوونکی کمزوری کوي. ځکه کارمند هغه وخت ښه کار ترسره کولی شي، چې کله ورته په خپله دنده کې صلاحیت او سرچینې ورکړل شي.
ددې پر ځای چې په کارکوونکي پسې وړې وړې خبرې را اخلئ او جدي یې نیسئ، ښه دی چې یو ډول روزنیز پروګرامونه ورته برابر کړئ او وړتیاوې یې لوړې کړئ. څو برلاسي شي او پرته ستا له قدم په قدم څارنې کار سم ترسره کړي.
۳- «ما ته بد خبرونه یا تاوان مه وایئ»
دا چې مدیر کارکوونکي ته وايي ماته به بد او د تاوان خبرې نه کوئ، یا یې درسره نه منم، یعنې تل به راته لاسته راوړنې وايئ، دا د تاوان او ناوړه کارونو مخه نه شي نیولی، خو ویل یې مرسته کولی شي چې همدا ستونزه په خپل وخت منیج یا مدیریت کړي.
ښه دی چې یو ستونزه یا تاوان په هماغه لومړیو کې کنټرول شي، کنه وروسته یې زیان لویدلی او غټیدلی شي.
نو؛ داسې یو کاري ماحول برابر کړئ چې کارکوونکي وشي کولی په ډاډه زړه ستونزه درک، له تاسې سره یې شریکه او دې ته وهڅیږي چې حل لاره هم ورته وسنجوي.
۴- «دا شخصي نه دی، بیزنیس یا سوداګري ده»
بیزنیس ټول په اړیکو او ملګرتیا کیږي او ملګرتیا له شخصي اړیکو راجوړیږي. کارکوونکي خپله یوه لویه برخه وړتیا او وخت په کار کې مصرفوي، که له دې سره هم رهبر یا مشر د هغوی احساسات تر پښو لاندې او بابیزه وبولي، دا به یې کرکه او غوسه راوپاروي، بیا به سخت وي چې د ادارې عمومي اهدافو ته له زړه کار وکړي.
داسې ماحول باید برابر شي چې کارکوونکي فکر کوي رهبر یې ورته احترام لري او قدردانی یې کوي، که پوه شي چې په سپکه ورته ګوري، ممکن بیا سم کار ونه شي کړای.
۵- «د چا نظریاتو یا مشورو ته اړتیا نشته»
د رهبر له لورې د کارکوونکو رغوونکو نظریو یا مشورو ردول، د هغه نظر یا مشوره نه زیانمنوي، بلکې په کارکوونکو کې یو ډول خپلو ځانونو سره تشویش، ویره او نامنطمئینوالی پیدا کوي.
دا ددې لامل کیږي چې خپل رییس یې د یوه منفي شخص یا مشر په حیث ورته ښکاره شي.
نو ضرور ده چې تل نویو نظرونو او مشورو ته پرانیستی ټټر ولرئ، د کارکوونکو مشورې باید جدي، مهمې او ښې ونیول شي، ممکن په دې کې داسې یوه حل لاره ومومي چې ډیره ګټوره تمامیدای شي.
۶- «هیڅ ډول ځنډ او خنډ نه منم»
رهبران اکثره وخت له ځنډ او خنډ سره مخ وي، نو رهبر اړ دی چې د خنډ د له منځه وړو لپاره پلان او لاره جوړه کړي، خو که چیرته یې د دفتر دروازه تل د کارکوونکو پرمخ تړلي وي، دا هغوی ته واضح پیغام ورکوي چې تاسې ډیر مصروف یاست او که چیرته کارکوونکي درننوځي درته مزاحمت کیږي، نو دلته ده چې کارمند پرته ستا له لارښوونې پاتې کیږي، بیا ممکنه ده چې غلط کار هم ترسره شي.
ښه دی چې له خپل ځایه لږ وخوځیږئ، له خپلو کارکوونکو سره وغږیږئ او وایې ورئ چې څه روان دي او څه ستونزې لري.
کارکوونکو ته ووایئ چې زه په ډیره توجه غواړم چې له تاسې یې واورم، ځکه ستاسې خبرې راته خورا مهمې دي، زه به ستاسې په دې موضوع باندې کار وکړم، شیبې وروسته به یې بیا په اړه درته ووایم.
دغسې مهال به کارکوونکي خبر وي چې ستاسې په ستونزو کار کوي، که ډیر وخت هم تیر کړي، بیا ډیر بد تاثیر نه کوي.
۷- «ناکامي زموږ د کار برخه نه ده، یا ناکامۍ نه منم»
که چیرته مشر داسې خبره وکړي چې ناکامي نه منم، نو دا په کارونو ډیر بد اغیز لرلی شي، ځکه کارکوونکي به د نوي کار په اړه هم کوم اقدام نه کوي او فکر به کوي چې که غلط شي، نو مشر ورته غوسه کیږي.
رییس باید کارکوونکو ته داسې ذهنیت ورکړي چې ناکامي په کې شته، خو همدا ناکامي زموږ لپاره ښه درس کیدای شي او باید زده کړه ترې وکړو، نه دا چې ناکامي بیخي نه منم.
باید کارمندان ډاډه شي چې که تیروتنې وشي، پروا نه کوي او باید په بل ډول یې د حل لپاره لاس په کار شي.