دې ورځو کې د افغانستان ګوټ، ګوټ ټپ ټپ او وینه وینه دی. چاودنې، بمبارۍ، ځانمرګي، د غلا او زورواکۍ پېښې هره ورځ په ښارونو او کلیو کې دنګ، دنګ قامتونه نړوي. ځوان، زاړه، ښځې نارینه، لویان او ماشومان مو په ډېره بې رحمۍ په یو او بل نوم وژني، سرونه یې پرې کوي او وحشت د ټول هیواد په کوڅو کې نارې وهي.
له یوې خوا ولس له خونخوارو ترهګرو ډلو سره مخ دی. ګاونډیان مو هغه بې رحمه انسانان دي چې نه مو په سر او نه مو په عزت او نه مو په مال صرفه کوي.
بل خوا ارګ او حکومتي ادارو کې بې تفاوته، بې کفایته، بې مسولیته او سپین سترګې چارواکي ناست دي. ولس د وینو په سیند کې لامبي خو دوی په تیرو څو کلونو کې په هغو چارو هم سره سلا نه شول چې په واک کې یې دي او کولی یې شي.
په داسې حال کې چې د کورنیو عوایدو او نړیوالې بسپنې له درکه د کال میلیاردونه ډالر بودیجه لري ، امنیتي او استخباراتي ادارې لري، سرتیري او تجهیزات لري، الوتکې او زغروال موټر لري، خو د ارګ په شا او خوا کې یې د وینو لښتې بهیږي او د ولسمشر او وزیرانو لویه توره دا وي چې کوم روغتون ته د زرګونو خلکو پر مخ د لارو د تړولو وروسته ولاړ شي او د ټپیانو پوښتنه وکړي او عکسونه یې پر خپلو پاڼو خپاره کړي.
له یوې ورځې بلې ته یې د واک ساحه محدودیږي، نا امنۍ زیاتیږي، په ښارونو کې د خلکو خوندیتوب له منځه ځي، خو افغانستان له هیڅ سیمې په امینتي او دفاعي برخه کې د بهبود خبر نه شته. نه کومه سیمه تصفیه شوه، نه طالب کمزوری شو او نه داعش له منځه ولاړ او نه کومه لوی چارواکی د بریدګرو سره د همکارۍ په تور ونیول شو.
د عملیاتو او د مخالفو وسلوالو د مرګ ژوبلې په درواغجنو دعووو یې خپلې انلاین رسمي پاڼې لړلي او پرلپسې د غندنو اعلامیې خپروي.
دې حالاتو ته غلي کیناستل داسې دي لکه د قصاب پر دکان ولاړو پسونو چې سرونه ښکته اچولي او د خپلې قربانۍ په تمه وي.
خو عام ولس څه کولی شي؟ زه د دې ولس د یو عادي وګړي په توګه خپلو عامو هیوادوالو ته پرته له دې چې له کوم لورې سره خواخوږي ولرم لاندې سپارښتنې کوم چې باور لرم که د یو ولس په توګه یې عملي کړو خپل برخلیک بدلولی شو.
1- پر دې چې ولې وژل کیږو؟ جدي غور وکړئ، فکر وکړئ ، څیړنه وکړئ، معلومات راټول کړئ، د ښکیلو لورو ځانګړتیاوې وڅیړئ او په پټو سترګو په یوې ډلې او لورې پسې اقتدا مه کوئ. بلکې لومړی د روان وضیعت په اړه له معتبرو سرچینو خپل معلومات بشپړ کړئ. د څیړنې پر مهال د څه وخت لپاره ځان یو درییم ګړی کړئ، د روانو حالاتو له کوم مشخص لوري سره که خواخوږي لرئ د لنډ وخت لپاره یې له پامه وغورځوئ او ټول وضیعت له یوې نوې زاويي او بې طرفه لید لوري وګورئ. له دوستانو سره مو مشوره وکړئ. خپله یوه نظریه رامنځ ته کړئ او دا پوښتنه ځواب کړئ چې افغانان ولې د نورو په لمسون خپلو کې یو بل داسې بې دریغه وژني؟
2- له دې ویرې چې نظام نړیږي د حکومت او چارواکو ستاینې مه کوئ. په تیروتنې یې پردې مه غوړئ.بلکې پرته له دې چې نظام ونړوئ چارواکو ته یې نیمګړتیاوې وریادې کړئ. حساب ورسره وکړئ، ستونزې ورپه ګوته کړئ. حساب کول او د ستونزو په ګوته کول نظامونه پیاوړي کوي، البته کې ريښتیني نظامونه وي او چارواکي یې د وضیعت د بهبود لپاره نیت ولري.
3- سوله ایز اعتراض وکړئ. له چارواکو خپل حق وغواړئ. سمه ده چې یو وخت به مو د اوسنیو واکمنو ملاتړ کړي وي، رایې به مو ورکړي وي، کمپاین به مو ورته کړی وي. خو اړینه نه ده چې تر پایه په خپل دې ملاتړ ودریږئ. که فکر کوئ چې هغه واکمن چې تاسو یې یو وخت ملاتړ کاوه د چارو پر مخ بیولو کې پاتې راغلي، خپل اعتراض وکړئ.مخ ترې واړوئ. سوله او امن د ولس حق دی او دا حق وغواړئ. په وړو او لویو غونډو کې راټول شئ. په ټولنیزو رسنیو کې غږ پورته کړئ. د ادارو مخې ته ودریږئ.
4- افراط او سخت دریځي وغندئ. که طالبي افراط وي، که داعشي افراط وي، که دولتي افراط وي که په لیبرالیزم کې افراط وي، ویې غندئ. موږ یوه منځ لارې اسلامي ټولنه وو، راځئ بیرته اعتدال ته ستانه شوو. راځئ د هرې نظریې سخت دریځي ځواب کړو.
5- د چارواکو په دې پلمو مه تیروځئ چې هره مسله په بهرنیو عواملو پورې تړي، دې کې هیڅ شک نه شته چې شا او خوا نړۍ به زموږ د دښمنانو ډکه وي، پردۍ استخباراتي ادارې به زموږ د تباهۍ لپاره پرلپسې کار کوي. خو دا د افغان امنیتي، دفاعي او استخباراتي ادارو مسولیت دی چې خپل خلک د دښمنانو له شره وساتي، ددې لپاره دا مهال په افغانستان کې امکانات، ظرفیتونه شته، یوازې ناسمې حکومتولی یې مخه ډب کړي. که چارواکي د خلکو د سرو مال ساتنه نه شي کولی خپلې څوکۍ دې داسې وړ کسانو ته پریږدي چې شته امکانات د افغانانو د سرو مال د تحفظ لپاره په سمه توګه کارولی شي. ددې لپاره غږ پورته کړئ. چارواکو ته ووایئ چې موږ ته مهمه نه ده حمله چا، چیرته پلان کړې وه، خو دا راته مهمه ده چې تاسو یې باید پیدا کړئ، ویې څیړئ، او راتلونکې کې یې مخه ونیسئ.
6- د خپلو دوستانو له لیست هغه کسان وباسئ چې د افغانانو قتلونه او وژنې په یو او بل نوم توجیه کوي. هغه که په هر نوم وي. افغان وژنه د هیچا حق نه دی. هغه کسان چې په دې اړه له هر اړخه توجیه وړاندې کوي که نور یې په اړه څه نه شئ کولی دوستي او ان خپلوي ورسره پریږدئ.
7- هغه چارواکي او پلویان یې مسخره کړئ، پرې وخاندئ، کارتونونه یې جوړ کړئ چې په خپله دنده کې بې پروايي کوي، بې مسولیتي کوي او بې کفایته دي او یا په اداري فساد، د مځکو په غصب او نورو مردارخوریو کې ښکیل دي.
8- د حکومتي چارواکو او ادارو د بې مسولیتیو، ناکامیو، درغلیو او نور نیمګړتیاوو په اړه د موبایل ټیلفونونو په وسیله هر چیرې چې ګورئ شواهد مستند کړئ او خپاره یې کړئ.
9- د هغو چارو د ترسره کیدو لپاره غږ وکړئ چې حکومت یې کولی شي خو بې پروايي، زور ګويي، بې کفایتي او خودخواهي یې مخه نیولې ده. له روغتیايي چارواکو روغتونونه وغواړئ. له تعلیمي ادارو د ښونځیو پرانیسته وغواړئ، له مخابراتي چارواکي د سمو مخابراتي او پوستي خدماتو غوښتنه وکړئ او له نورو اړوند ادارو نورې اړوند چارې وغواړئ.
10- د خپلې سیمې د هغو معلومو او څرګندو زورواکانو په غونډو او راټولیدونو کې ګډون مه کوئ چې ستاسو په ملاتړ امتیازونه غواړي. بلکې په مخلصو، وطن دوستو او امن خوښو کسانو پسې ودریږئ. او په دې توګه د نظام او حکومت پیاوړتیا کې مرسته وکړئ.
11- له دینې عالمانو سره خبرې وکړئ، هغوی ته وریاده کړئ چې د خپل دیني او ملي مسولیت له مخې دې په یو او بل نوم د افغانانو وژنې وغندي او که غندي یې نه ، لږ تر لږه افغان وژنې دې توجیه کوي هم نه.
12- که چیرې انتخابات کیږي، داسې کسانو ته رایئ ورکړئ چې افراطي، زورواکي، جنګسالاران، غرب زپلې او د ولس له حاله ناخبره نه وي. ولسي جرګه کې مو اوسني استازې د کړنو له مخې و ارزوئ، په تیرو کلونو کې که یې ټولنې ته کوم خیر نه وي رسیدلی بیا هم نه رسیږي. که فکر کوئ استازی مو فعال نه و، بل ځل رای مه ورکوئ. په هر ولایت کې داسې پوه، لوستي، سوله خوښي، هوښیار او بیدار کسان شته چې تاسو ورته په رای ورکولو د افغانستان راتلونکی پارلمان پیاوړی کولی شئ. په دې اړه په کاندیدانو ښه غور وکړئ او د هیڅ ډول شخصي ګټې پر بنسټ رای مه کاروئ بلکې د وړتیا پر بنسټ یې وکاروئ.
13- د قوم، سیمې او ژبې په نوم د هیچا ملاتړ مه کوئ او په دې نومونو د هیڅ ډلې او یا شخص لپاره امتیاز مه غواړئ. دا هماغه څه دي چې چارواکي ترې د خپلو پراخو درغلیو لپاره تر ټولو ډیر کار اخلي. که ستاسو کلیوال هم وزیر وي خو چې کار نه شي کولی، امن او سوکالي نه شي راتلی.
14- د ملي ګټو او نظام ملاتړ او دفاع وکړئ خو چارواکي او ملي ګټې سره بیلې کړئ. پیاوړی نظام زموږ اړتیا ده خو دا هله لرلی شو چې مفسد کسان په کې د واک پر ګدۍ نه وي ناست. د شخصي، قومي، سیاسي او قبیلوي تړاونو په خاطر د مفسدو او یا بې کفایته چارواکو ملاتړ مه کوئ. له چارواکو کار وغواړئ. ستونزې ورته په ګوته کړئ. نیمګړتیاوې یې رابرسیره کړئ او په دې کیسه کې مه اوسیږئ چې څوک خپه کیږي او څوک خوشالیږي.
15- د خلکو د سرو مال ساتل د حکومت دنده ده. له ترهګرو ډلو او بهرنیو استخباراتو سره مخامخ جګړه د ولسي خلکو کار نه دی. چارواکي د بهرنیو استخباراتو او ترهګرو ډلو په ملامته کولو د خپلو کمزوریو د پټولو هڅه کوي. لکه مخکې مو چې وویل د عامو افغانانو په توګه افراط او ترهګري وغندئ خو چارواکي اړ کړئ چې د مخنیوي لپاره یې صادقانه او جدي اقدامات وکړي. دښمن معلوم کړي، د پېښو په اړه د څیړنو نتایج خلکو سره شریک کړي. د پېښو پر مهال غفلت کوونکي چارواکي معلوم کړي، اقدامات وکړي او که ملاتړ ته یې اړتیا وي له ولسونو دې ملاتړ وغواړي. خو داسې ګونګې پېښې ورسره مه منئ چې د ښار واټونه په وینو ولامبي، پېښې هیرې شي، تحقیق ونه شي، د چا لاس لرل په کې څرګند نه شي د کومې ورکې ترهګرۍ ډلې کار وبلل شي او دوسیه وتړل شي.
16- د اعتراض چل زده کړئ. اعتراض د ودانیو نړول نه دي. د دوکانونو چور کول هم نه دي. د لارو تړل هم نه دي. بلکې د اعتراض ګڼې سوله ایزې بڼې شته چې هم بې زیانه دي او هم موثرې دي. وړې او لویې سوله ایزې غونډې. د مشخصو ادارو په وړاندې پرلتونه. په ټولنیزو رسنیو کې پوسټرونه، عکسونه، ویډیوګانې خپرول. له مفسدو ادارو یا چارواکو سره پریکون، د اعتراض په توګه نه همکاري او ګڼې نورې لارې شته. له وړو چارواکو یې پیل کړئ او تر لویو یې ورسوئ.
17- که تر دې ځایه مو دا لیکنه لوستي وي. تاسو هم په دې لیست کې اضافه کولی شئ. کمینټ کې یې ولیکئ