هغه ۱۵ ناوړه عادتونه چې ژر تر ژره یې باید مخنیوی وکړئ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه او زیاتونه: غازي عابد
۱- په ټولنیزو رسینو یا سوشیل میډیا کې د خپل وخت بې ځایه تیرولو مخه ونیسئ.
نن سبا زموږ اکثره ځوانان (ښځینه او نارینه) ډیر قیمتي وخت په ټولنیزو رسنیو کې تیروي. دوی پر ځای ددې چې څه مهم او اړین ولولي تر ډیره په اوازو او تبلیغاتو اخته دي.
ځیني له دې امله چې په ټولنیز رسنیو کې ډیر اخته شوي، خپلې مربوطې چارې هم ترې پاتې او نیمګړې وي. ځیني یې ان په ناروغیو اخته کړي، دا ځکه تر ډیره د خپل موبایل یا ټیلیفون سکرین ته ګوري، نه شپه معلومه وي او نه هم ورځ چې دا په خپله ګڼې ستونزې راولاړولی شي.
یو شمیر ځوانان له دې امله چې پر فیسبوک او نورو شبکو اخته وي، درسونه هم ترې ګډوډ وي، ځکه د مطالعې او د ځان د برابرولو وخت پر فیسبوک تیروي چې همدا یې د ګډوډۍ لامل کیږي. ګڼ داسې مسوولین هم شته چې دفتري کار ترې پاتې او په فیسبوک کې په ښکته او پورته او په لایک او کمینټ اخته وي.
۲- سګرټ څکول بند کړئ
ډیر خلک به مو لیدلي وي چې ډیر ښه او ټولنیز شخصیت لري، خو همدا یوه نیمګړتیا لري چې د سګرټ څکولو په مرض اخته وي. داسې خلک چې کله له داسې دوستانو سره مخ شي چې له سګرټ کرکه لري یا داسې ځای او ماحول وي چې هلته مشران یا نور مهم کسان سګرټ بده مني او ورته موقعه نه وي چې یې وڅکوي، نو بیا ډیر نارامه او سرګردانه وي.
ددې تر څنګ صحت ته هم تاوان لري، ځکه انسان ورسره ژر ستړی کیږي، سږي یې خرابیږي او همداسې نور….
۳- له نورو سره د ځان مقایسه کول
له نورو سره له مقایسې باید ځان وساتئ، ځکه که چیرته تاسې هغسې نه شئ، بیا به له مایوسۍ سره مخ یاست او تر څنګ یې کیدای شي ستا وړتیا او راتلونکی له هغه څه چې ورسره ځان مقایسه کوئ، ډیر لوړ وي، نو که چیرته په همدې مقایسه بسنه وکړئ، ښايي له نورو وړتیاوو مو ګټه پورته نه کړئ.
۴- د ځان له ملامت کولو نه تیر شئ
که چیرته مو نوي څه زده نه کړل یا مو پرمختګ ونه کړ، بیا نو له دې تیر شئ چې ځان ملامته کوئ او ځان ته سپکې سپورې وایئ، ښه دی چې پر ځای یې په دې کار وکړئ چې څرنګه له دې حالاتو ووځئ او څرنګه د ژوند له نورو اړخونو او فرصتونو ګټه واخلئ او مخکې لاړ شئ.
۵- هر څه د ځان په اړه مه بولئ
ځیني وخت ځیني خلک خبرې کوي یا خاندي، بیا یو شمیر خلک وي دې هر څه ته د شک په نظر ګوري او فکر کوي چې دا ټولې خبرې په هغوی پورې کیږي، دا بد عادت باید ورک شي، چې دا فلاني چې څه وايي، والله ما پورې یې وایي. که دوامداره شي، بیا د لا نورې ځوریدنې او شخړې لامل کیدای شي.
۶- له منفي خلکو لرې ګرځیدل
دا ډ‌یره ضرور ده چې له منفي فکره خلکو ځان لرې وساتئ، ځکه چا چې له منفي بافه خلکو سره ناسته پاسته کړې، تاوانونه یې کړي او د ژوند اصلي لاره یې ورکه کړې.
هغوی به مو لیدلي وي چې روغ جوړ خلک وي، خو چې له لوفرو، بدو او یا منفي خلکو سره یې ناسته پاسته شوي وي، ژوند کې بیا نارامه وي.
۷- هر څه ته هو ویل
هر کار او هر څه ته هو هم مه وايئ. ښه دی چې تاسې بحث کوونکي اوسئ، خو داسې بحث کوونکي چې له حده زیات او بې ځایه نه وي. یعنې ځیني خبرې باید په پټو سترګو هم ونه منو.
۸- د ورځې پيل، خو پرته له پلانه.
هغوی چې بې پلانه ورځ پيلوي، ثمره یې بې پایلې وي.
۹- یو کار ته انتظار کول چې خپله به وشي
که لاس په کار نه شې او کار ته انتظار وکړې چې خپله به وشي، بې له شکه چې له تاوان پرته به څه ونه لرې.
۱۰- هغه کار کول چې خوښ مو نه وي.
۱۱- ناوخته پورته کیدل، څملاستل، یو ځای ته تلل….
۱۲- د خوب پرمهال یا خوب ته د تګ پرمهال د ټولنیزو رسنیو کارول او بیا ورسره همداسې غیرې منظم ویده کیدل.
۱۳- د خوراک یا ډوډۍ په پای کې د اوبو څښل.
۱۴- د نورو خلکو په نه موجودیت کې په هغوی پسې خبرې کول.
۱۵- شکایت کول.
هغوی چې شکایت کوي، پرته له دې چې خلکو ته ځان کمزوری ښکاري کړي، بله ګټه ورته نه شي لرلی.