ليکنه: مدثر دعوت
په کرکټ کې ځيني لوبغاړي تقاعد شوي دي، خو ځينو يې بيا خپل په خوښه يا د نورو دليلونو پربنسټ نړيوال کرکټ ته الوداع ويلې ده.
په دغه ډله کې داسي کرکټران شته چې که پېړۍ هم تېرې شي بيا به هم د دوی وړتياوې او کارکردګۍ د کرکټ د هيڅ مينوال هيري نشي.
ډيری کرکټران د خپل مسلک او خلکو سره د مينې په خاطر تر ډيرو لوړو منزلونو رسېدلي دي، سره له دې چې د خپل هيواد خلک ورسره ډېره زياته مينه کوي، تر څنګ په نړيواله سطحه هم د کرکټ مينوال ددوی دپياوړتيا او خلکو ته دخوشالۍ ورکولو په خاطر مننه ځيني کوي.
ډېر ځل داسې هم راغلي وي چې يوه کرکټر خپله لوبډله په بشپړ ډول بريالۍ کړې وي او عزت يې وربخښلی وي، دوی په ډېر بريالي ډول خپل مسلک روان کړی وي يا يې هم پای ته رسولی وي، خو داسي لوبغاړي ډېر کم دي.
يو مثال يې اي بي ډيويلرز دی چې خپل مسلک ته يې په خورا بريا سره د پای ټکی کېښود، په داسي حال کې چې د هيڅ مينوال يې هم خوښه نه وه چې اې بي دې له ټول نړيوال کرکټ سره خدای په امانی وکړي، دده دا پرېکړه هر چاته حيرانوونکې وه.
دلته موږ د هغو غوره او افسانوي کرکټرانو په اړه مالومات راټول کړي چې د خپل بريالي مسلک سره سره يې بيا هم نړيوال جام ندی ګټلی.
۱ـ ای بي ډيويلرز
د ۳۴ کلن ای بي ډيويلرز څخه د کرکټ په مسلک کې داسې هيڅ کوم تخنیک نه وو چې پاته دې وي او دی يې په کولو عاجزه وي.
ده به چې کله ډګرساتنه کوله نو مينوالو به يې بېل ډول احساس کاوه، په ښي لاس او کيڼ لاس دواړو د توپوهنې وړتيا او کولای يې شول چې د خپلو سترګو په اشارې سره ډېره اسانه توپوهنه د ډګر په ۳۶۰ درجو زاويې کې ترسره کړي.
دا مه هېروئ چې اې بي د سويلي افريقا يو غوره ویکټ ساتونکی هم وو.
خو يو څه چې سويلي افريقا او خپله اې بي يې هم په ترسره کولو ونه توانېد هغه دده په لاسونو د نړيوال جام پورته کول وو.
ډيويلرز په ۲۲۸ يو ورځنيو لوبو کې ۹۵۵۸ منډې په ۵۳.۵ اوسط سره ترسره کړيدي، چې ۵۰ نيمه سليزې او ۲۴ سليزې هم لري، خو ونه توانېد چې نړيوال جام وګټي.
په ۲۰۱۵ز کال کې سويلي افريقا نړيوال جام ته ډېره نيږدې شوې وه او دوی د نړيوال جام يو غوره پيل کړی وو.
د کرکټ هر مينوال ته دا مهمه نه وه چې دوی د خپلې لوبډلې ملاتړ کوي، دوی غوښتل سويلي افريقا ډېره ښه وځلېږي.
خو په نيمه پايلوبه کې د نيوزلينډ پر وړاندې ډېرې احساساتي شېبې وې، دوی ونشوای کولای چې نور مخته ولاړ شي، اې بي ددې پرځای چې خپلې لوبډلې ته ډاډ ورکړي، دده تر سترګو هم اوښکې توېدلې او دغه شېبه د کرکټ ټولو مينوالو احساسولای شول.
ډيويلرز د مۍ په ۲۳ نېټه ټول نړيوال کرکټ ته الوداع وويل، دغه افسانوي لوبغاړی به په راتلونکي ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام کې هم ونه لوبيږي.
خو کرکټ ته دداسې لوبغاړي راتګ د ډېر وخت لپاره نه محسوسيږي.
۲ـ براين لارا
بې له شکه چې براين چارليس لارا د ۱۹۹۰ز کال په شاوخوا کې يو پياوړی او غوره کرکټر وو.
اکثريت خلک او کرکټ پوهان د لارا مسلک ته د يو نابغه نوم ورکوي او دی يې پر کريس د ډېر وخت لپاره جګړه کوونکی لوبغاړی بللی دی.
لارا ډېره غوره او سټايلي توپوهنه ترسره کوله، په سکوار، ليګ سايډ او ان سايډ يې ډېر تسلط درلودی، ده په خپلو قوي اوږو د ويسټ انډيز هيلي وړلې.
نوموړي په ۲۲۹ لوبو کې په ۴۰.۴۸ اوسط سره ۱۰۴۰۵ منډي د ۱۹ سليزو او ۶۳ نيمه سليزو په درلودلو سره خپل مسلک په خورا ريښتنولۍ پای ته ورساوه او نړۍ يې د يو افسانوي کرکټر په حيث پېژني.
په حقيقت سره ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې د لارا په څېر يې يو غوره لوبډلمشر هم پيداکړی وو، خوبيا يې هم ونشوای کولای چې په ۹۰ لسیزه کې نړيوال جام وګټي.
ويسټ انډيز هڅه کوله چې پياوړې مبارزه وکړي، خو په حقيقت کي ياده لوبډله په ۲۰۰۷ز کال نړيوال جام کې په ګروپي لوبې کې پاتي شول او لارا ونشوای کولای چې خپل په هيواد کې نړيوال جام وګټي.
لارا يو د پام وړ کرکټر وو او دا يې حق وو چې نړيوال جام په خپلو لاسونو پورته کړي، خو بخت بيا بل څه ويل.
۳ـ سورب ګنګولې
ګنګولې ته دادا هم وايي او د هندوستان لپاره يې يوه طلايي دوره تېره کړېده.
ده چې به کله په اپ سايډ کې لوبه ترسره کوله، نو هيڅ يو لوبغاړی به نه توانېد چې د بونډرۍ څخه دفاع وکړي.
هيڅ يو لوبغاړی هم له پيله پياوړی نه وي، سورب هم په ډېر زيات زحمت سره له ځانه يو نه هېرېدونکی شخص جوړ کړ.
ګنګولې د هندوستان لپاره په لوبډلمشرۍ کي د يوه ګټونکي کرکټر په حيث ځلېده.
ده ته ځوانه لوبډله په واک ورکړل شوې وه، خو ده غښتلي کړل،۲۰۱۱ز کال نړيوال جام چې هندوستان وګاټه اکثريت يې هغه لوبغاړي ول چې ګنګولي روزلي ول، لکه: يوراج سينګ، زهيرخان، هرباجن سينګ او ويرندرسيواګ.
په ۲۰۰۳ز کال نړيوال جام کې هندوستان تر ډېره شاته نه کتل، خو ګنګولې چې هندوستان ته يې په کرکټ کي ډېر ارزښت ورکړ ويې نشوای کولای چې د ۲۰۰۷ز کال نړيوال جام وګټي.
۴ـ جق کاليس
جق کاليس د نړيوال کرکټ د بې مثاله لوبغاړو څخه وو، دده په څېر ډېرو کمو لوبغاړو د کرکټ نړۍ کې ځان ثابت کړی دی.
غوره الراونډر کاليس په يو ورځنيو او ټيسټ هر يوه کې تر ۲۵۰ ډېرې ویکټي اخيستي او تر ۱۰۰۰۰ يې ډېرې منډي ترسره کړيدي.
دی هغه کرکټر وو چې په نويو تخنيکونو به يې لوبه ترسره کوله او هرکله به يې نوښت درلود، اوسمهال هم هر کرکټر هيله لري چې ددې الراونډرپه څېر توپوهنه، توپ اچوونه او ډګر ساتنه ترسره کړي.
کاليس په ورو او تيزو دواړو توپ اچوونکو په خورا جرأت سره د لوبې ترسره کولو وړتيا درلودله، نو ځکه يې هر کله د بېډ څخه رحم نه ليدل کېده او د حملې په حال کې به وو.
د نورو سويلي افريقايي کرکټرانو په څېر دی هم بدبخته وو، ده هم د اې بي په څېر ونشوای کولای چې نړيوال جام وګټي.
سويلي افريقا په ۱۹۹۹ز کال نړيوال جام کې ترنيمه پايلوبې پورې ورسېدل او د نړيوال جام ګټلو ته هم نيږدې شوي ول، خو د اسټراليا په وړاندې يې ماته وخوړه، دغه بايلل د يو ورځني نړيوال جام په تاريخ کې نه هېرېدونکې دی.
خو د کرکټ مينوالو يوازې دا هيله درولوده چې هرمهال يوازي د کالیس لوبه وګوري او خوند ترې واخلي.
جق کاليس اوس مهال د بيلابيلو لوبډلو سره د روزونکي دنده په غاړه لري، غواړي نوی نسل په ښه استعداد سره وروزي.
۵ـ راحول ډراويډ
راحول په پيل کې د ټيسټ لوبو لوبغاړی وو، خو دده په توپوهنه کې ځانګړی تخنيک ليدل کېدی نو ځکه مهمه وه چې په يو ورځنيو لوبو کې هم بايد ولوبيږي.
راحول په خپلي توپوهني باور درلود، او کولای يې شول چې ډول ډول شاټونه ترسره کړي، لکه کور ډرايو، پول او کټ شاټونه.
داسې ورځې به هم راغلې چې ډراويډ به ټيسټ او يوورځنۍ لوبي په يوازې سر ګټلې.
کله چې د هندوستان دلوبډلمشر سورب ګنګولې او کوچ ګريګ چاپل ترمنځ ستونزې رامنځته شوې نو راحول ډرايويډ د لوبډلمشر په حيث وټاکل شو او په باور سره يې لوبډله مخ په وړاندې بېوله.
ده په خپل څلورم نړيوال جام کې چې په ۲۰۰۷ز کال کې وو د لوبډلمشر په حيث لوبه ترسره کړه، خو لوبډله يې په ګروپي سياليو کي له ماتې سره مخ شوه.
دی هغه کرکټر وو چې په يو ورځنيو لوبو کې يې ۳۱۴ ویکټي اخيستې وې او تر ۱۰۰۰۰ ډېرې منډي يې ترسره کړي وې، خوبيا يې هم نړيوال جام ونه ګاټه.
راحول ډارويډ اوسمهال د هندوستان د ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډلې د روزونکي په حيث دنده ترسره کوي.