هغه میوه چې قران یې ۱۴ سوه کاله پخوا یادونه کړې، ساینس یې اوس په ګټو قایل شو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه او زیاتونه:محمدصادق کریمزی
زیتون تیل د لوړ فشار د کنټرول او د زړه ناروغیو لپاره ښه درمل.
د لندن د هارټ فاونډیشن روغتیایي ادارې په خپله نوې څيړنه کې موندلي د زیتون تیل زيتون چې د ويټامن اي لرونکې دي د ویني لوړ فشار نارملوي او د زړه له ناروغیو مو ژغوري.
څيړونکو چې خپله نوې څيړنه لومړی په چنګښو او بیا په انسانانو ترسره کړې، دې پایلې ته رسیدلي چې زیتون تیل د ویني لوړ فشار په ډيره اسانۍ سره ښکته کوي.
څيړنه کاږي؛ دانسان په بدن کې د مالګو په زیاتوالي سره په وجود کې کولیسټرول پيدا کیږي او په پاې کې انسان د مختلفو ناروغیو سره مخ کوي چې د زیتون تیلو په استعمال سره د بدن مالګې کمیږي او د ناروغیو مخه نیسي.
په یوه بله څيړنه کې چې په چین کې ترسره شوې راغلي، زیتون تیل که په پوستکي وموښل شي یا د سلاد (سلات)په شکل وخوړل شي، دویښتانو د سپينوالي، تویېدو، د پوستکي د ګونځو، د پوستکي سرطان او د زخم د پړسوب لپاره په زړه پورې درمل دي.
یو شمیرروغتیا پالان بیا له پورته ګټو سره سره زیتون تیل د قبضیت ناروغۍ، د کولمو درملنې او پوستکي ته ډير ګټور یادوي، خو توصیه کوي چې باید په تشه معده ونه خوړل شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.