نیپالی شکتي ګوچن د نړیوال کرکټ نه لار بیلوي 

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

 د نیپال د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي شکتي ګوچن د نړیوال کرکټ نه د څنګ ته کیدو خبر ورکړ.

 نوموړي ویلي وخت را رسیدلی دی، چې نور نړیوال کرکټ نه څنګ ته شي او د کرکټ په لارډز نړیوال لوبغالي کې به یې راتلونکې سیالۍ په نړیوال کرکټ کې وروستۍ وي.

د نیپال د کرکټ ملي لوبډله د انګلستان په لارډز کې د ام سي سي کلب او هالینډ د کرکټ ملي لوبډلې سره د ۲۰ اوریزه سیالیو په درې اړخیز سیریز کې ګډون کوي، چې د همدې روانې جولاي میاشتې په ۲۹ مه نیټه پیلیږي.

همدا راز نیپالۍ لوبډله به انګلستان ته په دې سفر کې د هالینډ کرکټ ملي لوبډلې سره دوه پنځوس اوریزه کرکټ لوبې هم ترسره کړي، چې د راتلونکې اګسټ میاشتې په لمړۍ او دریمه نیټو سره ترسره کیږي او پکې شګتي ګوچن خپل نړیوال کرکټ پای ته ورسوي.

۳۴ کلن شګتي ګوچن د خپلې هېواد د کرکټ په ملي، ۱۹ کلنې او ۱۷ کلنې لوبډلې کې لوبیدلی دی، چې د ۲۰۰۲ م کال راهیسې یې د نیپال لپاره کرکټ پیل کړی و.

 شګتي ګوچن د نیپال د کرکټ په تاریخ کې لمړنی توپ اچونکی دی، چې لمړنی هیټریک يې په خپل نوم کړی دی.

همدا راز نوموړی د کرکټ اسیايي شورا په ټورنمنټ کې د نیپال لپاره هغه لوبغاړی شمیرل شوی دی، چې ۱۰۰۰ منډې یې پوره کړې دي او هم یې دوه سلیزې جوړې کړې دي.

نوموړي د کرکټ نړیوالې شورا سره په مرکه کې ویلي د خپلې خوښې لوبغاړی یې نیوزیلنډی د سپین بالینګ ماسټر بالر ډینل ویټوري دی، چې تل یې څارلی دی.

شګتي ګوچن د نړیوال کرکټ په ۹ شل اوریزه، ۴ فرسټ کلاس او ۲۳ لیسټ ای سیالیو کې لوبیدلی دی، چې د توپ وهنې په نسبت په توپ اچونه کې ښه ځلیدلی دی او په درې واړو فارمټونو کې یې ۳۱ ویکټې ترلاسه کړې دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.