نیپالي خدکا د سنګاپور خلاف لوبه ګټونکې سلیزه جوړه کړه.

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکنه : عبدالله عادل
د زیمبابوې ، نیپال او کوربه سنګاپور تر منځ د شل اوریزو لوبو د درې اړخیزه لوبلړۍ د نن په لوبه کي نیپال د سنګاپور لوبډلي ته په نهو ویکټو سخته ماته ورکړه.
د لوبي ټاس د سنګاپور لوبډلي وګټی او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه دوی په ټولټال شل اورونو کي د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۱ منډي جوړي کړې او مقابلي لوبډلي نیپال ته یې د ۱۵۲ منډو هدف وټاکه .
د سنګاپور لپاره په توپ وهنه کي لوبډلمشر ټیم ډیویډ ۶۴ او سوریندران ۳۵ منډي جوړي کړې او د نیپال لپاره بیا ددې لوبډلي منځنی چټک توپ اچونکی کرن ښه وځلېد نوموړي په خپلو څلورو اورونو کي د ۳۴ منډو په بدل کي ۲ ویکټي ترلاسه کړې او ورسره بهاري یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د نیپال لوبډلي دا هدف په ډیري اسانۍ سره د خپلي لوبډلي د لوبډلمشر خدکا د سلیزي په مټ په ۱۶ اورونو کي بشپړ کړ، خدکا په ټولټال ۵۲ توپونو د نهو شپږیزو او اووه څلوریزو په مرسته ۱۰۶ ناسوځېدلي منډي جوړي کړې .
د لوبي غوره لوبغاړی هم نیپالی لوبډلمشر خدکا ونومول سو چي خپلي لوبډلي ته یې د سلیزي په مټ بریا ور په برخه کړې وه .
د درې اړخیزه سېالیو په جدول کي زیمبابوې لوبډلي یوه لوبه کړې او هغه یې ګټلې ده ، نیپال بیا له دوو ترسره کړو سېالیو څخه یوه ګټلې او بله یې بایللې ده او همدا ډول کوربه سنګاپور بیا یوازي یوه لوبه کړې چي هغه یې هم بایللې.
د یادونې وړ ده چي د یادي لوبلړۍ په لړ کي سبا مازدیګر څلور بجې د زیمبابوې لوبډله د کوربه سنګاپور سره لوبه ترسره کوي.