نیوزیلنډ په وروستي اور کي کوربه سریلانکا ته ماته ورکړه.

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه : عبدالله عادل
تر ټسټ سېالیو وروسته نن یکشنبه د کوربه سرېلانکا او نیوزیلنډ تر منځ د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ د نیوزیلنډ په بریا سره پیل سوه چي سریلانکا لوبډلي له ټاس ګټلو وروسته لومړی د توپ وهني پرېکړه وکړه او مقابله لوبډله نیوزیلنډ یې توپ اچوني ته دعوت کړه.
د سریلانکا لپاره ددې لوبډلي پیلیز لوبغاړي کوسال مینډیس خورا په زړه پوري توپ وهنه ترسره کړه نوموړي په ۵۳ توپونو د دوو شپږیزو او اته څلوریزو په مټ ۷۹ منډي ترسره کړې د نوموړي تر څنګ ډیکوالا ۳۳ ښې منډي جوړي کړې چي په پایله کي د سریلانکا لوبډلي د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۴ منډي جوړي کړې او نیوزیلنډ ته یې په شل اورونو کي د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه .

د نیوزیلنډ لپاره په توپ اچونه کي ټایم سوتي په څلور اورونو کي ۲۰ منډي ورکړې او دوې ویکټي یې ترلاسه کړې همدارنګه سنتنر د ۲۲ منډو په بدل کي یوه ویکټ ترلاسه کړه او د سریلانکا لوبډلي یو توپ وهونکی په منډه کي وسوځېد.
د نیوزیلنډ لوبډلي پيلیزو لوبغاړو ګپټیل او منرو لوبډلي ته ښه پيل ورنکړ دوی په ترتیب سره په ۱۱ او صفر منډو کي وسوځېدل وروسته ډي ګرنډوم په سخت حالت کي د لوبډلي په ګټه ۴۴ منډي جوړي کړې چي ورسره سم د ملینګا په یو ښه تو پ باندي وسوځېد د نوموړي تر څنګ روس ټایلر ۴۸ منډي جوړي کړې او ده هم په مهم حالت کي خپله ویکټ د لاسه ورکړه خو بیا هم نیوزیلنډ لوبډلي هدف په وروستي اور کي پوره کړ او لوبه یې د پنځو ویکټو په توپیر سره وګټل.
د سریلانکا لپاره په توپ اچونه کي ملینګا ۲ ، هسرنګا ۲ او اکېلا دننجایا یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د دواړو لوبډلو تر منځ د شل اوریزه لوبلړۍ دوهمه لوبه راتلونکې سه شنبه مازدیګر ۶ بجې ترسره کیږي .