نړیوال بانک وايي په افغانستان کې میلیونونه کورنۍ د عایداتو له کموالي او بنسټیزو سرچینو ته د لاس رسي له کمښت سره مخ دي.
دغه بانک د ” نړیوال خوراکي امنیت” په اړه په خپل نوي راپور کې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۱ عشاریه ۶ میلیونه کسان د خوړو د کمښت له جدي ګواښ سره مخ دي.
په راپور کې دا هم راغلي چې د ۲۰۲۵ کال تر مارچ میاشتې پورې نږدې ۱۴.۸ میلیونه خلک چې د افغانستان د نفوس ۳۲ سلنه جوړوي د خوړو له نا امنۍ سره مخ دی.
په راپور کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې میلیونونه کورنۍ د عایداتو له کموالي او بنسټیزو سرچینو ته د لاس رسي له کمښت سره مخ دي.
نړیوال بانک ویلي، په دې هیواد کې اقتصادي وضعیت لامخ په خرابیدو دی د تیلو په بیو کې زیاتوالی راغلی او خلک له دوامدارۍ بې کارۍ او بد اقلیمي وضعیت سره مخ دي.
د راپور په ټکو، اقلیمي زیانونه او له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو ستنېدنې، دا ستونزې لا پسې زیاتې کړي، اقتصادي فشارونه زیات شوي او وضعیت لا نور بحراني شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته په دې هیواد کې بې کارۍ او بې وزلي زیاته شوې ده.
ملګرو ملتونو له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمېدو راپورونه ورکړي چې له امله یې د خلکو بشري اړتیاوې لا پسې زیاتې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي په روان ۲۰۲۵ کال کې به ۲۲ عشاریه ۹ میلیونه افغانان چې د دې هیواد د نفوس نږدې نیمايي برخه جوړوي بشري مرستو ته اړتیا ولري.
Be the first to comment