د آزادي مبارزې «MMA» نړیواله درجه بندي خپره شوه، چي پکښي د روسیې هیواد تکړه مسلمان لوبغاړی حبیب نورمحمدوف په لومړي ځای کي راغلی.
دا نړیواله درجه بندي د آمریکا هیواد ESPN ټلویزوني چینل خپره کړې، چي پکښي مسلمان لوبغاړی نور محمدوف د ښه ځلېدو او ښو لوبو له امله لومړی ځای نیولی.
د یادي درجه بندۍ په اساس په دوهم ځای کي جان جونس، درېیم ځای کي هنري سوهودو او په څلورم ځای کي بیا دوه لوبغاړي استیپ میوچیچ او دانیل کورمیر راغلي دي.
حبیب نورمحمدوف په UFC سازمان کي اتلولي یا لومړی مقام لري.
۳۱ کلن نورمحمدوف تر دې دمه ۲۸ رسمي سیالۍ ترسره کړي دي، چي دا ټولي لوبي یې ګټلي او هیڅ لوبه یې نده بایللې.
ټاکل شوې د روان ۲۰۲۰م کال د سپټمبر میاشتي په ۲۰مه نېټه خپله راتلونکې لوبه ترسره کړي.
د آزادي مبارزې دا روسی مسلمان لوبغاړی وروسته له هغه مشهوره شو، چي یو کال وړاندي یې تکړه ایرلینډي لوبغاړي مک ګرګور ته سخته ماته ورکړه.
Comments are closed.
د MMA _ درجه بندي_ حبیب
د MMA _ درجه بندي_ حبیب