لیکنه: شاډ سکرویډر
ژباړه او زیاتونه: حشمت الله رحمتي
په زده کړه کې تر ټولو مهمه ورځ د ټولګي لومړۍ ورځ ده، حقیقت دا دی چې دا د یو استاد لپاره ډیره سخته او د ننګونکې ورځ ده ځکه چې پدې ورځ د شاګرد جذبول، د هغه راضي کول، او هغه ته دا ذهنیت ورکول چې دا کوم ځای یې انتخاب کړی، تر نورو بهتر ځای دی.
لومړۍ ورځ نه یواځې دا چې یوه ننګونه ده، بلکې د دې ترڅنګ یوه موقع هم ده تر څو استاد په شاګردانو خپل ځان وپیژني او د خپل تاثیر لاندې راولي. په انګلیسي کې یوه مهمه وینا ده چې (the first impression is the last impression) مطلب دا چې یو ځل دې یو څوک تر خپل اغیز لاندې راوست نو بیا دې تر اخیر تر تاثیر لاندې وي. نو ددې لپاره چې د صنف لومړۍ ورځ مو لا په زړه پورې وي، نو محترمو استادانو لاندې لارښونې په پام کې ونیسۍ:
1. وختي اوسئ
د تاثیر یو علت نا بلدتیا ده، ورخطايي د عدم نظم ښکارنویه ده، د صنف د منظم کولو لپاره همدارنګه په تخته د خپل نوم، د پروګرام د معرفت، او یا هم د لکچر د چوکاټ د لیکلو لپاره یو اندازه وخت ته ضرورت دی، نو ددې لپاره یو څو دقیقې وختي صنف ته تګ مهم دی.
2. د لاسرسي وړ اوسه
د صنف په لومړۍ ورځ شاګردانو ته ځان دومره نژدې معرفي کړه چې هر کله کولی شي د تاسره تماس ونیسي، د ټلیفون شمیره، د فیسبوک ادرس هم ورکړه، او داسې روحیه ورکړه چې هر وخت یې په خدمت کې یاست. پدې سره به ستا او د زده کوونکو ترمنځ د ښه تفاهم فضاء ډیره پياوړې شي.
3. تخلص( لقبونه)
ددې لپاره چې شاګردانيتاسې سره پاتې شي، نو د شاګردانو نومونه زده کړئ. په اقتصاد کې د مشتری سره د د سلوک مدیریت داسې وايي چې د مشتري د رضایت لپاره هغه ته هغه نوم باندې خطاب وکړئ چې هغه پکې ډیر راحت احساسوي. نو د شاګردانو نومونه او تخلصونه زده کړي، ددې ترڅنګ د هغوی د مسلک په اړه هم معلومات ترلاسه کړه او ورته د مسلک اړوند خطاب وکړه لکه ډاکټر صیب، انجینر صیب…
4. درسي او صنفي اصول
بعضې استادان ډیر پوهیږي، بعضې استادان بیا د تدریس یو ښه میتود لري، او بعضې استادان بیا د خپلو اصولو پرمټ ډیر مینوال لري، خو ډیر کم داسې استادان پیدا کیږي چې دا ټولې مثبتې نقطې په ځان کې لري. نو ددې لپاره چې شاګردان د ځان سره ولرئ، داسې اصول د ځان سره خپل کړئ چې شاګردان پکې ښه احساس وکړي.
5. د درس اړوند موادو معرفي کول
شاګردانو ته مو خپل پروګرام داسې معرفي کړئ چې یو ډیر مناسب او معیاري پروګرام دی، هر اړخیز معلومات لري، موارد پکې ډیر په ښه شکل ځای په ځای شوي، د درسي موادو په رابطه هم ورسره وغږیږئ، لکه عصري وسايل…