نن د پریانکا چوپړا کوژدن ده، خو د شاه رخ خان په شمول مهم ستوري ورسره ګډون نه کوي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

هندۍ رسنۍ وایي چې د پریانکا چوپړا په کوژدنه کې به د شاه رخ خان په شمول ممکنه یو شمېر نور مشهور هندي فلمي ستوري هم ګډون ونکړي.
د تېرو څو ورځو راهیسې د بالیوډ د ښکلې او مشهوري ستوري پریانکا چوپړا د کوژنې او اړیکو راپورونه ورکول کیږي.
هندۍ رسنۍ وایي؛ د پریانکا چوپړا او د امریکایي مشهور سندر غاړي نک جونز کوژدنه شا اوخوا میاشت وړاندې شوې وه، خو هغه وخت دغه کوژدنه په پټه تېره شوې وه.
د رپوټونو له مخې اوس ټاکل شوې دغه کوژدنه په ښکاره ډول د اګسټ په ۱۸ یعنې نن وشي، خو اټکل داسې دی چې د بالیوډ مشهور او نامور فلمي ستوري به پکې ګډون ونکړي.
هندۍ رسنۍ وایي، د کوژدنې لپاره د امریکایي سندرغاړي نک جونز مور او پلار هم د هندوستان ممبي ښار ته رسیدلي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې هغه فلمي ستوري چې د پریانکا په کوژدنه کې به ګډون ونشي کړی.
1) شاه رخ خان:
pc 17 april 2 نن د پریانکا چوپړا کوژدن ده، خو د شاه رخ خان په شمول مهم ستوري ورسره ګډون نه کوي
شاه رخ خان او پریانکا چوپړا تر منځ کلونه نژدي اړیکي وي او دغه اړیکې څخه د فلمي ستورو سربیره فلمي مینوال هم خبر ول او زیات وخت به د دوی نژدې اړیکې مهم خبرونه هم ول.
په تېر کې دوی دواړه یو بل ته ډېر نږدي ول، تر هغې چې د شاه رخ خان مېرمنې یې تر منځ مداخلت وکړ او د دواړو د بېل والي لامل وګرځېده، مګر د شاه رخ خان په زړه کې به لا هم د پریانکا لپاره مینه موجوده وي.
نو همدا لامل دی چې شاه رخ خان به د پریانکا چوپړا په کوژدنه کې ګډون ونه کړي.
2) ایشوریا رائی بچن:
3 6db5b2f4ae98731 نن د پریانکا چوپړا کوژدن ده، خو د شاه رخ خان په شمول مهم ستوري ورسره ګډون نه کوي
بله فلمي ستورې چې د پریانکا چوپړا په کوژدنه کې به ګډون ونکړي ایشوریا ده.
د ایشوریا رائي بچن او پریانکا چوپړا تر منځ له ډېر وخت راهیسې اړيکې ښه نه دي، د دواړو تر منځ د اړیګو خرابولي تر دې اندازې دی چې ایشواریا خپل خاوند ابهشیک بچن په یوه فلم کې د پریانکا سره یوځای کار کولو ته پرېنښوده.
نو معلومیږي داسې چې ایشوریا رائي به هم د نوموړې به کوژدنه کې ګډون ونکړي.
3) شاهد کپور:
14022262 نن د پریانکا چوپړا کوژدن ده، خو د شاه رخ خان په شمول مهم ستوري ورسره ګډون نه کوي
بل فلمي ستوری چې ممکن د پریانکا په کوژدنه کې به ګډون ونکړي شاهد کپور دی.
د شاهد او چوپړا تر منځ هم وخت وړاندې د یاراني تارونه غځیدلي ول، خو دا خبره به د دوی د مینوالو لپاره حیرانوونکې وي چې دوی دواړو هم د مینې او محبت دوران تېر کړی.
خو د دواړو مینې ډېر وخت دوام ونکړ او موده وروسته سره جلا شول چې بیا ډېر وخت یې یو بل سره لیده کاته هم نه وه کړي.
نو معلومیږي چې شاهد کپور به هم د پریانکا په کوژدنه کې ونه اوسي.
4) ډپیکا پډکون:
67454 نن د پریانکا چوپړا کوژدن ده، خو د شاه رخ خان په شمول مهم ستوري ورسره ګډون نه کوي
د پریانکا چوپړا او ډپیکا پډکون تر منځ د ګرم جنګ څخه د بالیوډ ټول فلمي ستوري خبر دي. نو ممکن ډپیکا به هم په نننۍ کوژدنه کې ګډون ونشي کړی.
5) رنبیر کپور:
1346390260 Ranbir Kapoor Priyanka Chopra in Dubai promoting Barfi 2012 Bollywood movie 11 نن د پریانکا چوپړا کوژدن ده، خو د شاه رخ خان په شمول مهم ستوري ورسره ګډون نه کوي
د رنویر کپور او پریانکا تر منځ اړیکې بیخې ښه دي او نه یې هم په تېر کې تر منځ کومه مسئله تېره شوه.
خو دا چې رنبیر کپور په اوس وخت کې د خپل راتلوونکي فلم (براهمسترا) په شوټینګ بوخت دی او له هېواده بهر هم دی نو په همدې خاطر به پریانکا چوپړا په خوښیو کې له ګډونه محروم وي.