افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي.
د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره د نوي حکومت طرحه شریکه کړې ده خو وایي چې دغه طرحه تر دې دمه تر څېړنې او بحث لاندې ده.
نوموړي دا هم ویلي چې تر دې دمه له طالبانو سره پر اوربند بحث نه دی شوی.
هغه وایي چې د مذاکراتو په دې پړاو کې د پرمختګونو تمه لري خو تر دې دمه د پام وړ پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی.
په ورته وخت کې خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې تر اویا سلنې پورې د تاوتریخوالي کچه راټيټه کړي.
د رویټرز د راپور له مخې سره له دې چې خلیلزاد د افغانستان لپاره خپله نوې طرحه وړاندې کړې ده خو دا طرحه د افغان حکومت او ځينو سیاسیونو له غبرګون سره مخ شوې ده.
رویټرز په یوه راپور کې د طالب سرچینو له خولې هم لیکلي چې د بن کنفرانس ته ورته د یوې غونډې د جوړولو خبره له طالب مشرانو سره شوې ده او دغه راز له دوی غوښتل شوي چې د تاوتریخوالي کچه تر اویا سلنې پورې راټيټه کړي.
طالب سرچینې ویلي امکان لري چې له مقابل لوري سره د تاوتریخوالي پر کمولو توافق ته ورسېږي، خو پر اوربند خبرې کول به ډېر وخت وغواړي.
رویټرز داسې مهال دغه راپور خپروي چې خلیلزاد کابل ته راغلی و او دمګړی په دوحه کې دی.
هلته یې له طالب او د افغان حکومت له پلاوو سره پر بېلو مسایلو خبرې کړې دي.
نړیوالې رسنۍ هم په دې اړه ګڼ تحلیلونه خپروي او په دې باور دي چې امریکا غواړي د ملګرو ملتونو پر مټ افغان جګړه د تل لپاره ختمه کړي.
بل لورته پاکستان وایي د دوی له مرستې پرته په افغانستان کې د سولې راتګ ګران دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زید طرار په یوه تازه مرکه کې ویلي چې دوی له افغانستان سره د سولې په برخه کې همکارۍ ته ژمن دي.
د هغه په وینا د امریکا په ګډون ټول اړخونه په دې باور دي چې د پاکستان له همکارۍ پرته افغانستان ته د سولې راوستل ګران کار دی.
هغه زیاته کړې لا هم د بایډن د نوې ادارې دريځ د افغانستان په اړه نه دی روښانه او دغه ادارې د سولې هوکړې بیا کتنې ته ادامه ورکړې ده، خو دوی په هر صورت کې د دوحې د بهیر ملاتړ کوي او ددې پلویان دي چې افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.
هغه همدا راز ویلي چې د پاکستان حکومت د بایډن له ادارې سره اړیکه لري او دا اړیکه به د سولې په برخه کې هم ګټوره تمامه شي.