د افغانستان کرکټ بورډ د زیمبابوې خلاف راتلوونکو سیالیو ته ۱۵ کسیزه لوبډلې اعلان کړې، چې پکې د یو کلن بندیز سره مخ شهزاد محمدي او ټپي شوی حمید حسن هم بیرته په لوبډله کې شامل شوي دي.
په ټولنیزه شبکو فیسبوک پاڼو کې د شهزاد محمدي په اړه اوازې وي، چې ګنې نوموړی به د زیمبابوې خلاف راتلوونکو سیالیو کې ونه لوبیږي، خو اوس د نوموړي راتګ یقیني شو.
افغان کرکټ بورډ د زیمبابوې خلاف سیالیو ته د ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو لوبډلې اعلان کړې، چې پکې شهزاد محمدي په دواړو او حمید حسن د ۲۰ اوریزه سیالیو په نوملړ کې شامل دی.
د ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو په اعلان شوې لوبډله کې شهزاد محمدي، عثمان غني، کریم صادق، اضغر ستانکزی، محمد نبي عیسی خیل، سمیع الله شینواری، شفیق الله شفق، نجیب الله ځدران، ګلبدین نائب، راشد خان، حمید حسن، شاپور ځدران، افتاب عالم، شراف الدین اشرف او مجیب ځدران شامل دي.
همدا راز د یو ورځینیو سیالیو په لیست کې شهزاد محمدي، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتی، ناصر جمال، اضغر ستانکزی، محمد نبي عیسی خیل، سمیع الله شینواری، نجیب الله ځدران، ګلبدین نائب، راشد خان، دولت ځدران، شاپور ځدران، شراف الدین اشرف او مجیب ځدران شامل دي، خو نورعلي ځدران ته په دواړو هیڅ کومې لوبډله کې ځای نه دی ورکړل شوی.
افغان لوبډله به د زیمبابوې خلاف د خپلو دوه شل اوریزه او پنځه ۵۰ اوریزه کرکټ کیدونکو سیالیو لړۍ د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې په ۵ مه نیټه په شل اوریزه سیالیو سره پیل کړي، چې د روان ۲۰۱۸ م کال لمړنی سیریز به وي.