میلیونونه پاکستاني ملخان د افغانستان خاورې ته داخل شوي!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

راپورونه وايي، چي د پاکستان له خاوري په میلیونونه پاکستاني ملخان د افغانستان خوست ولایت کي داخل شوي او د خوست ولایت کرنیزو مځکو ته ئې خطر پېښ کړی.
د خوست ولایت بزګران او اوسېدونکي وایي، چي په میلیونونه ملخان له پاکستان راغلي او د خوست پر کروندو ئې برید کړی.


په خوست کي کروندګر د دوی په فارمونو باندي د ملخانو د برید له امله د اوښتو زیانونو په اړه اندېښمن دي.
خوست د افغانستان یو له ګرمسیرو ولایتونو څخه دئ.
دا په داسي حال کي ده، چي پاکستان کي د پنبې پر کروندو د ملخانو لخوا د یو لوی برید وروسته، د اسلام آباد حکومت د دې ګواښ سره د مبارزې لپاره له چین څخه مرسته وغوښتنه.
د اسلام آباد حکومت د ملخانو د حملې خطر په جدي توګه په پام کي نیولو سره بیړنی حالت اعلان کړی او د دې آفتونو له منځه وړلو لپاره کار کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.