میسي یو بل ریکارډ هم خپل په نوم ثبت کړ!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د آرجنټاین هیواد او بارسلونا کلب تکړه او مشهوره فوټبالر لیونل میسي د اسپانوي کلب بارسلونا لپاره یو بل ریکارډ هم په خپل نوم ثبت کړ.
لیونل میسي لومړنی لوبغاړی سو، چي د بارسلونا کلب لپاره ۵۰۰ بریاوي خپلوي.
5def08b1a310cf3e97aada07 میسي یو بل ریکارډ هم خپل په نوم ثبت کړ!
وړمه شپه بارسلونا کلب د کوپادلرې کپ په سیالیو کي د لګانس په وړاندي ولوبېد، چي په یاده لوبه کي بارسلونا ۵ ګولونه پر ۰ لګانس ته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي دوې ګولوهني لیونل میسي، خو پاته درې ګولونه بیا ګریزمېن، لینګلیت او ارتور ولګول.
EPjikEfWoAQFILN میسي یو بل ریکارډ هم خپل په نوم ثبت کړ!
په دې سره میسي په اسپانیا کي لومړی لوبغاړی سو، چي د یوې لوبډلي لپاره ۵۰۰ بریاوي خپلوي.
EPje5WtWoAInCGY میسي یو بل ریکارډ هم خپل په نوم ثبت کړ!
نوموړي یاد ریکارډ ته په ۷۱۰ لوبو کي ځان ورساوه، چي د بارسلونا لپاره ئې یادي ۵۰۰ بریاوي په ۷۱۰ لوبو کي ورپه برخه کړي دي.
میسي په نړۍ کي یوازینی فوټبالر دئ، چي شپږ ځلي ئې د سرو زرو بوټ او شپږ ځلي ئې بیا د سرو زرو توپ ترلاسه کړی.
1889 1259 2.48868866.jpg.gallery میسي یو بل ریکارډ هم خپل په نوم ثبت کړ!
باید وویل سي، چې لیونل میسي د بارسلونا لپاره لومړۍ لوبه په ۲۰۰۴م کال کې ترسره کړه او تر دې مهاله ددغې لوبډلې تر ټولو زیات ګول وهونکی لوبغاړی دی.
لیونل میسي د نوري نړۍ ترڅنګ دلته افغانستان کي هم ګڼ شمېر مینوال لري.

About ياران ټیم 3421 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.