میسي او رونالډو د خپلو هیوادونو سره یو ـ یو میلیون یورو مرسته وکړه!

سپینه تجريدي ډیزاین

د نړۍ دوو قوي فوټبالرانو لیونل میسي او رونالډو په جلا ـ جلا ډول د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د خپلو هیوادونو سره یو ـ یو میلیون یورو مرسته وکړه.
inbound146677292685507292 میسي او رونالډو د خپلو هیوادونو سره یو ـ یو میلیون یورو مرسته وکړه!
د آرجنټاین د هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او بارسلونا کلب تکړه بریدګر لوبغاړي لیونل میسي د کرونا ویروس څخه د ساتني په موخه د خپل هیواد آرجنټاین او د اسپانیا هیواد بارسلون ښار سره د یو میلیون یورو مرسته وکړه.
inbound483612095195866702 میسي او رونالډو د خپلو هیوادونو سره یو ـ یو میلیون یورو مرسته وکړه!
په دې اساس به د میسي له لوري دا یو میلیون یورو مرسته به د بارسلون ښار او ارجنټاین هیوادونو ترمنځ وېشل کیږي.
هاخوا بیا د پرتګال هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او یوونټوس کلب تکړه بریدګر لوبغاړي کریسټیانو رونالډو بیا د کرونا ویروس سره د مبارزې او د دې ویروس څخه د ځان ساتني په موخه د خپل هیواد پرتګال سره د یو میلیون یورو مرسته وکړه.
inbound5744417285242431298 میسي او رونالډو د خپلو هیوادونو سره یو ـ یو میلیون یورو مرسته وکړه!
میسي او رونالډو په نړۍ کي هغه فوټبالران دي، چي له کاله تر نورو ټولو فوټبالرانو ډېر عاید لري او وخت ناوخته د بیلابیلو هیوادونو سره مرستي کوي.
دا دوه فوټبالران په نړۍ کي تر هر لوبغاړي ډېر مینوال لري او همدا یې علت دئ، چي د فوټبال میدانونه ئې همداسي له شوره ډک ساتلي.

About ياران ټیم 3421 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.