موټر چلوونکي دې حتمي ولولي؛ دوامداره ډیروري مو په عقلي ناروغیو اخته کوي!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: محمدصادق کریمزی
ډراییوري یا موټر چلوونه هغه دنده چې د بدن د ټولو حسونو سر بیره د بدن غړي او د انسان اعصاب هم مصروف ساتي او په لږې تیروتنې انسان د هلاکت کندې ته غورځوي.
برتانوي ورځپاڼې سنډي ټایمز په خپله نوې خپره شوې څيړنه کې د مسلسلې موټر چلوونې په اړه لیکلي، دوامداره موټر چلوونه د انسان عقل ته ډير زیان رسوي او شونې ده چې انسان د ذهني فشار په ناروغۍ اخته کړي.

دوی زیاتوي د موټر چلوونې پر مهال د انسان بدن او عقل دواړه مصروفیږي چې په نتیجه کې انسان د ستړیا احساس کوي او د انسان مغز او روغتیا ته زیان رسوي.
د څیړونکو له جملې روزا سانشو(Rosa sansho) وایي، چې عقلي او بدني صحت ته پاملرنه د مغزو صحت ته هم ګټه رسوي، خو که چیرې موږ عقلي او بدني تکليف وينو، مغز مو ورسره تکليف ويني، چې زمونږ روغتیا ته زیانمن تمامیدای شي.
باید وویل شي چې په افغانستان کې د موټرچلوونې د معیاري زده کړې کمښت، د ډيرو پرمختللو سړکونو نه شتون او د موټر چلوونې پر مهال د کمر بند نه تړل او دې ته ورته نور ترافیکي اصول نه مراعاتول هغه ستونزې دي چې د عقلي ناروغۍ سربیره هره ورځ د مونږ د زیاتو ټرافیکي پيښو شاهدان یوو چې لسګونه انسان پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.