د هند صدراعظم دافغانستان سره ټیسټ لوبه تاریخي وبلله او راشد یې خان یې وستایه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د هند صدراعظم نریندار مودي د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا د هند او افغانستان د کرکټ ټیمونو ترمنځ لومړۍ تاریخي ټیسټ لوبه د هندوستان لپاره یو افتخار او د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاریخي اړیکو څرګندویه وبلله.
نوموړي د” من کې بات “ یا د ” زړه خبره “ په نوم د خپل راډیويي پروګرام په ۴۵ مه برخه کې د یکشنبې په ورځ هیله وښوده چې ” هند او افغانستان خپلو کې لوبې وکړي او خپلو کې به په شریکه وغوړیږي. “
نوموړې د افغان لوبغاړو سره د هندوستان د ټیم د لوبغاړو چلند هم وستایه.
د هند لومړي وزیر همدارنګه د هندوستان د کورني لیګ په سیالیو کې د افغان لوبغاړو په ځانګړې توګه د راشد خان د ځلیدو یادونه وکړه.

د هند صدراعظم وویل” په بنګلور کې د هند سره د افغانستان لوبه تاریخي وه، دا د افغانستان لومړنۍ ټیست لوبه وه، او د هر هندوستاني لپاره د ویاړ خبره ده چې د افغانستان دا تاریخي لوبه د هندوستان سره وه.“
مودې په خپله راډیويي وینا کې زیاته کړه،” په دې ټیسټ سیالۍ کې دواړو ټيمونو ښه لوبه وکړه، له بلې خوا د افغانستان د کرکټ د ټیم یو بالر راشدخان خو سږ کال د اۍ پي ایل په سیالیو کې هم ډیره ښه کارکردګي وښوده. “

مودې د ولسمشر محمد اشرف غني هغه ټویټ ته اشاره وکړه چې نریندار مودي یې په کې ټګ کړی او لیکلي و :

افغانان پر خپل اتل راشد خان ډیر ویاړي. زه همدارنګه له خپلو هندي دوستانو مننه کوم چې زموږ لوبغاړو ته یې ددې زمینه برابره کړه چې خپل مهارتونه وښيي. راشد نړۍ ته د افغانانو ښیګڼې وریادوي. نوموړې به د کرکټ د نړۍ د یوې هستۍ په توګه پاتې وي. نه، موږ هغه له لاسه نه ورکوو.“


نریندرا مودي د ولسمشر وروستۍ جمله د ټوکې په انداز وبلله. ځکه هغه وخت په هندوستان کې د کرکټ ځینو مینه والو غوښتنه کوله چې راشد خان ته دې د هندوستان تابیعت ورکړل شي.

نریندرا مودي وویل د افغانستان او هندوستان ترمنځ دا تاریخي ټيست لوبه به زموږ ټولو لپاره یادګار وي. نوموړې د هندي لوبغاړو هغه کار ډير وستایه چې د بریا د کپ د اخیستو وروسته یې د افغانستان له ټیم سره یو ځای شریک د بریالتوب عکس واخیسته.
نوموړې وویل لوبې د دواړو هیوادونو د خلکو د نژدې کیدو لپاره بهترینه وسیله ده.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د کرکټ تاریخي ټیسټ لوبه د جون په ۱۴ مه نیټه هندوستان په یوه پاړۍ او ۲۶۲ منډو له افغانستان څخه وګټله چې د افغان ټیم لپاره یوه سخته ماتې ګڼل کیږي.
خو د کرکټ د مبصرینو په وینا دې ته په پام چې د افغانستان لومړنۍ ټیسټ لوبه او لوبغاړي یې هم له میدان سره هم نابلده وو، دا د افغانستان لپاره یو لاس ته راوړنه ده او هیله ښيي چې راتلونکې ټیسټ لوبې به یې بهترې وي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.