د لر او بر پښتنو تل د خدايي خدمتګار پاچا خان کورنۍ ته د پاچا خان په سترګو کتل، پښتانه ملامت نه وو، فکر يې کاوه چې دوی به هم د خپل فقيد مشر خان عبدالغفار خان لار تعقيبوي.
او بلاخره د دوی په مشرۍ به د غاصب پنجاب نه خپله ازادي اخلي، خو له بده مرغه دوی کې دا وړتيا نه وه چې د خان عبدالغفار خان لار تعقيب کړي او خپل محکوم ولس د پنجاب له حلقومه راوباسي.
له نېکه مرغه نن خدايي خدمتګار خان عبدالغفار خان د منظور پښتون په څېره کې راڅرګند شو. تر څو د خپل ولس هغه غصب شوی حق له غاصبينو تر لاسه کړي، چې پاچا خان د خپلو خلکو لپاره غوښت، خو د پاچا خان کورنۍ يې ملاتړ ونه کړ.
خېر که نن خان عبدالغفار خان د خلکو منځ کې نشته او اولادونو يې هم ترې مخ واړاوه، خو فکر يې ژوندی دی، هدف يې معلوم دی.
که ايمل خان د خپل مبارز نيکه ارمانونه په سيند لاهو کړه، خو منظور پښتون او د ده په شان نور ننګيالي پښتانه لا ژوندي دي. چې دغه ستر شخصيت نیمه کې پاتې او سپيڅلي ارمانونه پوره کړي.
اوس پښتانه ځوانان په هغسې خوب کې نه دي پراته چې مخکې به یې کاوه، اوس ویښ شوي او د روښانتیا پر لور ګامونه اوچتوي.
اوس به منظور ځکه بریالی کیږي چې هغه سره روښانفکره مله دي، هغه روښانفکره چې د نړۍ په حال احوال پوهیږي، هغه ځوانان چې د پښتنو واقعي درد یې لیدلي او داسې موقعه یې له خدای غوښته، څو یوه بهانه جوړه او نور له وژنو او ترهګرۍ خلاص شي.
ايمل ولي، نه يوازې خپل نيکه ته په سپکه وکتل بلکه د هغه لار يې هم تعقيب نه کړه او په دې عمل يې د خپلو پلويانو زړونه ورمات کړه.
خو اوس هم ناوخته نه دی چې ايمل ولي د پښتون ژغورنې غورځنګ تر څنګ ودرېږي او که نه د دوی اعتبار ته به غټه صدمه ورسي. چې دا بيا د دوی پر لمنه هغه تور داغ دی چې هيڅکله به پاک نه شي.
لیکنه: عرفات پردیس