ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان پريمرليګ ۲۷مه لوبه د راجستان رویالز او ممبی انډيانز لوبډلو ترمنځ وه.
ممبی انډينز که څه هم په خپل کور کي وه خو راجستان په ۴ وکيټو ماته ورکړله.
د لوبي پچه راجستان رويالز وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې کړله.
روهيت شرما چي په تيره لوبه کي استراحت وو يوځل بيا يې د ډيکوک سره اوپنينګ ترسره کړ،او په ۳۲ توپونو يې ۴۷ منډي وکړلې.
وکيټ ساتونکی ډيکوک چي په روان ليګ کي يې د منډو مزه نه وه نن يې وکړای سوله چي په ۵۲ توپونو ۸۱ منډي وکړي، ۴ شپږيزي او ۶ څلوريزي يې ووهلې.
سريا کمار ياداو ۱۶، کيرن پولارد ۶ او هاردیک پانډيا په ۱۱ توپونو ۲۱ منډي وکړلې.
د راجستان لپاره کلکراني په ۴ اوورنو کي ۳۸ منډي ورکړلې ۱ وکيټه يې ترلاسه کړله،
اونادکت په ۴ اوورونو کي ۳۶ منډي ورکړلې ده هم يوه وکيټه ترلاسه کړله.
خو جوفرا ارچر په ۴ اوورونو کي ۳۹ منډي ورکړلې او ۴ لوبغاړي يې وسوځوله.
ممبی انډينز وکولای سوله د ۵ لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۸۸ منډي هدف وټاکي.
د راجستان اوپنران ، لوبډلمشر اجينکا رهاني او جوزبټلر د ممبی په هدف پسې ډير تیز ولاړله،دوی په خپلي ملګرتيا سره د پاورپلې په ۶ اوورونو کي ۵۹ منډي وکړلې، پداسي حال کي چي هيڅ وکيټه دلاسه نه وه ورکړې.
خو د اووم اوور په دويم توپ اجينکا رهاني په ۳۷ منډو وکيټه دلاسه ورکړه.
د جوز بټلر سره سنجو سمسون غوره ملګرتيا جوړه کړله او دوی وکولای سوله چي پخپله ملګرتيا سره د ممبی د بريا هيلي مړاوي کړي.
د بټلر په انينګ کي چي ۷ شپږيزي او ۸ څلوريزي شاملي وې،ويې سول کولای چي په ۲۰۶.۹۷ سټرايکريټ سره په ۴۳ توپونو ۷۹ منډي وکړي.
سنجو سمسون بيا په ۲۶ توپونو ۳۱ منډي وکړلې او د بومرا له لوري LBW سو.
د لوبي وروستیو اوورونو کي که څه دبريا پريکړه ۵۰% سلنه وه خو ګوپال وکولای سوله چي د وروستي اوور په دریم توپ لوبه پايته ورسوي.
راجستان رويالز په ۴ وکيټو ممبی انډينز ته په خپل کورکي ماته ورکړله.
د ممبی لپاره چاهار يوه وکيټه، کرونال پانډيا ۳ وکيټي،او جسپريټ بومرا ۲ وکيټي ترلاسه کړلې.
جوز بټلر په ۴۳ توپونو د ۸۹ منډو په کولو سره د لوبي غوره لوبغاړی ونومول سو.