ممبی انډينز ميلمنې لوبډلي ته ماته ورکړه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان يريمرليګ ۳۴مه لوبi ممبی انډينز د ډهلي کاپيټلز ميلمنه وه.
دغه لوبه چي ممبی کي وه ، د لوبي پچه ممبی وګټله او توپوهنه يې وټاکله.
ممبی په پوره ۲۰ اوورونو کي ډهلي ته ۱۶۹ منډي هدف ورګړ.
د ممبی ۲ پيلوونکو توپوهونکو ښه پيل وکړ.

روهیت شرما ۳۰ او ډيکوک ۳۵ منډي وکړلې.
خو ترهغې وروسته کټينک په ۲ منډو وسوځيد،سرياکمار ياداو ۲۶، کرونال پانډيا ۳۷ منډي وکړلې خو ددوی منډي د هدف لپاره کافي نه وې.
هاردیک پانډيا د تيرو لوبو په څير يوځل بیا تيزه توپوهنه وکړه، په ۱۵ توپونو ۳۲ منډي يې ممبی د ۱۶۹ منډو هدف ته ورسوی.

اکسرپټيل په ۴ اوورونو کي يوه، ميشرا په ۳ اوورونو کي يوه، خو ربادا بيا په ۴ اوورونو کي ۲ وکيټي ترلاسه کړلې.
د ۱۶۹ منډو هدف لپاره شيکرداون د هدف د پوره کولو لپاره تيزه توپوهنه پيل کړله.
شيکرداون په ۲۲ توپونو ۳۵،او پرتيو پټيل بيا په ۲۴ توپونو ۲۰ منډي وکړلې.
ددوی تر سوځيدو وروسته ډهلي د خراب حالت سره مخ سوله.
منرو په ۳، شریاس ایر په ۳، پنت په ۷ ،خو اکثرپټيل بيا ۲۶ منډي وکړلې،موریس ۱۱ او ربادا ۹ منډي وکړلې.

د ممبی انډينز توپ اچوونکو هاردیک پانډيا یوه،ملینګا يوه، کرونال پانډيا هم يوه،او بومرا بيا ۲ وکيټي ترلاسه کړلې.
خو چاهار چي د ډهلي د توپوهونکو خانه ورخرابه کړله په ۴ اوورونو کي ۴ وکيټي ترلاسه کړلې.
د ډهلي ۵ توپوهونکي بولډ اوټ سوله چي دا د IPL په تاریخ کي تر اوسه نه وو راغلي.
ډهلي د ټولو لوبغاړو په سوځيدو يوازي ۲۸ منډي وکړلې او ممبی انډينز په ۳۰ منډو ماته ورکړله.
هاردیک پانډيا په ۱۵ توپونو ۳۲ تيزو منډو په خاطر د لوبي غوره لوبغاړی سو.

ممبی په ۹ لوبو کي خپله شپږمه لوبه وګټله او د جدول په دويم مقام کي يې ځای ټينګ ونيوی،او ډهلي په ۹ لوبو کي ۵ لوبي ګټلي چي په دريم ځای کي ځای لري.