ليکنه: مدثر دعوت
ممبيي انډيان لوبډلې که څه هم په خپلو مخکنيو لوبو کې يوازې يوه لوبه ګټلې وه او نورې څلور لوبې يې بايللي وې، خو د سنرايزرز حيدراباد په وړاندې ورته دبريا ډېرغوره چانس وو.
يو دليل دا دی چې ممبیي انډيان لوبډلې د ممبيي په خپل لوبغالي کې د شپږم ځل لپاره د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې کوربتوب کوي، بل دليل دا دی چې د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې دوه غوره توپ اچوونکي بونيشورکومار او سټانلاک په دې لوبه کي نه ول اخيستل شوي.
ممبیي انډيان لوبډلې وکولای شول چې په لومړي ځل د لوبې پچه وګټي، لوبډلمشر او کوچ د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.
لوبه د ممبیي انډيان په خوښه روان وه، په خپل غوره حمله کوونکي توپ اچووني يې وکولای شول چې د سنرايزرز حيدراباد لوبډله په ۱۱۸ منډو کې ټوله وسوځوي.
سنرايزرز حيدراباد لوبډلې سږکال په لومړي ځل غوره الراونډر محمد نبي له ځان سره اخيستی وو، مهمه دا وه چې محمد نبي بايد ځان ثابت کړی وای، ترڅو په راتلونکو لوبو کې ورته موقع ورکول شي.
محمد نبي که څه هم په توپوهنه کې ژر وسوځېد، خو ويې کولی شول ترڅو ددويم اننګز په خپل دويم اوور کې د ايشن کيشن ویکيټ ترلاسه کړي، همدارنګه دده سره نورو توپ اچوونکو هم وکولای شول په لومړيو لسو اوورونو کې ممبیي انډيان لوبډله له خطر سره مخ کړي.
د راشدخان په شمول ځوانو توپ اچوونکو وکولای شول، ترڅو د ۱۱۸منډو کم هدف څخه دفاع وکړي او ممبیي انډيان لوبډلې ته په ۳۱ منډو ماتې ورکړي او د ټورنمينټ خپل څلورمه لوبه هم وګټي.
راشئ پرهغو د ليلونو بحث وکړو چې څنګه سنرايزر حيدراباد خپل کم هدف دفاع کړ او دريمه پرلپسې لوبه يې وګټل او ممبیي انډيان ولې په خپل کورکې لوبه وبایلله؟
۱ـ د سنرايزرز حيدراباد له لورې اقتصادي توپ اچوونه
د ۱۱۸ منډو د هدف لپاره سنرايزرز حيدراباد لوبډلې ته پکار وه ترڅو د پاورپلې په لومړيو شپږو اوورونو کې تاثري او غوره توپ اچوونه ترسره کړي.
د حمله کوونکو توپ اچوونکو بونيشورکومار او بيلي سټانلاک په نه شتون کې دا اسانه نه برېښېدل چې لومړني شپږ اوورونه دې کنټرول کړل شي، خو سنديپ شرما او محمد نبي په ګډه وکولای سول ترڅو يوښه پيل وکړي.
د ايوين ليويس، ايشان کيش او روحيت شرما په سوځېدلو سره په لومړيو شپږو اوورونو کې يوازې ۲۲ منډي راغلې او ممبيی انډيان درې ویکټي له لاسه ورکړې.
۲ـ د ويليامسن ځانګړې لوبډلمشري
سنرايزرز حيدراباد لوبډلې وروسته تر هغې چې په لومړۍ پاړۍ کې يې توپوهونکي ډېر ژر وسوځېدل او يوکمزوری هدف يې ممبیي انډيان لوبډلې ته وټاکي، يو غوره او باتدبيره مديريت ته يې اړتيا لرل.
تجربه کاره ويليامسن سره دا فکر وو، چې که چېري پرسيالي لوبډلې پريشر وارد شي، نو کولای شي چې په ډېرې اسانۍ سره لوبه په خپل لاس کې واخلي.
د روحيت شرما او کيرون پولارد لپاره يې په سليپ کي پيلډر ځای پرځای کړ، چې په پايله کې دواړه په سليپ کې کېچ اوټ شول.
د دومره لږ هدف د دفاع لپاره د ويليامسن په څېر غوره لوبډلمشر ته اړتیا ده، ترڅو د وړتيا ترڅنګ د ښه فکر مهارت هم ولري.
۳ـ د راشد خان غوره توپ اچوونه
راشد خان تر تېرو دوو بې خونده لوبو وروسته بيرته په زړه پوری راتګ وکړ.
د ګوګلي ماسټر يوځل بیا توپوهونکي دې ته اړ ايستل، ترڅو دده په خوښه لوبه وکړي او خپله وړتيا يې د لوبي په ډېر مهم وخت کي ثابته کړه.
راشد خان وکولای شول چې د لوبې اړخ یو ځل بيا بدل کړي.
کرونال پانډيا چې يو حمله کوونکی توپوهونکی دی د سورياکومار ياداو سره يې غوره ملګرتيا جوړه کړې وه، خو راشد خان وکولای شول چې د کرونال پانډيا په سوځولو سره دغه ملګرتيا ماته کړي، چې په دې وخت کې دا د ممبيي انډيان لوبډلې لپاره يو لوی خطر شو.
کيرون پولارد يې د اوور په لومړي توپ په سليپ کې د شيکرداون په کېچ سره بيرته د نورو لوبغاړو څنکته واستوو، پداسې حال کې چې دا د ممبيي انډيان لپاره ترټولو مهمې شيبې وې.
وروسته راشدخان وکولای شول د هارديک پانډيا په وړاندې ۱۷ اوور ميډن ترسره کړي او خپل څلور اوورونه د ۱۱ منډو په ورکولو او دوو لوبغاړو په سوځولو سره پايته ورسوي.
۴ـ د ممبیي انډيان ناهيلې توپوهنه
که ووايم چې ممبیي انډيان هغه لوبډله ده چې په هرحالت کي ځان ژغورلی شي دا به ډېره مبالغه نه وي.
هغه لوبډله چې د بريا لپاره په اوور کې تر ۶ کمې منډې غواړي تر دې بل هيڅ ښه چانس نه ورته برابريږي.
يوازنی توپوهونکی چې د ممبیي انډيان لپاره يې ښه توپوهنه ترسره کړه، سورياکومار ياداو وو، خو هيڅ بل کوم داسې توپوهونکی پاتې نه شو چې دده سره يوه ښه ملګرتيا وکړي، تر څو ممبیي انډيان په ټورنمينټ کې خپل دويمه لوبه وګټي.
هغه توپوهونکي چې په رينکينګ کې ډېر لوړ دي، ويې نشوای کولای چې حداقل د ۱۱۹ منډو هدف ته هم ځان ورسوي.
۵ـ په منځنيو اوورونو کې غوره توپ اچوونه
د سنرايزرز حيدراباد هرتوپ اچوونکي په خپلو ټولو اوورونو کې په مسلکي ډول مسوليت ادا کړ.
په منځني اوورونو کې کله چې توپوهونکو غوښتل توپ اچوونکي هدف وګرځوي او لوبه د ممبیي انډيان په واک کې کړي، خو سيدارت کاول، باسل ټامپي او راشد دوی دې ته پرې نه ښودل، ترڅو سنرايزرز حيدراباد لوبډله تر پريشر لاندې راولي.
په پايله کې ممبی انډیان لوبډله د ۱۸.۵ اوورونو په لوبولو سره په ۸۵ منډو کې ټوله وسوځېدل او سنرايزرز حيدراباد لوبډلې ته يې په ۳۱ منډو لوبه وبايلله.
محمد نبي په دريو اوورنو کې د ۲۳ منډو په ورکولو سره يوه ویکیټ ترلاسه کړه.
راشدخان په څلورو اوورونو کې د ۱۱ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول، يو اوور يې مېډن ترسره کړ او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.