لیکنه: ارشاد رغاند
د حکومت اجرایه ریس ډاکټرعبدالله څو ورځې وړاندې په حکومت کې د مشاورینو له سربداله رول څخه شکایت وکړ او ویې ویل، له وزیرانو سره د مشاورینو سلیقوي چلند د زغملو نه دی.
ښاغلي عبدالله له دې خبرې سره په کنایوي ډول په کابینه کې د خپل ټیم اړوند (د اوبو او برښنا وزیر) پر ګوښه کیدو نیوکه لرله.
د ولسمشر له لورې د ګوښه شوي دغه وزیر( علي احمد عثماني) په اړه ویل شوي، چې د ولسمشر له یوه نیږدې سلاکار سره یې تونده رویه د ګوښه کیدو سبب شوی دی.
ارګ بیا دا خبره رد کړې او د عثماني د ګوښه کیدو دلیل یې د هغه په رهبرۍ د اوبو د بندونو په سم مدیریت کې د اړوند وزارت پاتې راتګ ګڼلی.
د عثماني د ګوښه کیدو مسئله که هرڅه ده، خو یو ښه اړخ یې دا و، چې په حکومت کې د سلګونه او حتا زرګونه مشاورینو د موجودیت په اړه یې په لوړه کچه یوه منتقد بحث ته لاره پرانیسته.
د افغانستان اداري نظام او مشاورین
د افغانستان د اداري نظام په جوړښت د مشاورینو سهم او مخینه دومره د پام وړ نه ده. تر جګړې د مخه کلونو ( د سردار داودخان تر واکمنۍ پورې) یوازې په لږو مواردو کې یو شمېر محدودو هغو ادارو، چې په افغانستان کې یې ډېر پیاوړي مسلکي کادرونه نه لرل، خپله دا تشه یې د یو شمېر بهرنیو مشاورینو په ګومارنې ډکه کړې وه.
دغو ادارو به د لوړو معیارونو له مخې مشاورین ګمارل، همدا وجه وه چې د مشاورینو تعداد محدود، ارزښت یې د پام وړ او پایلې یې محسوسې وې.
د ځینو نورو ستونزو ترڅنګ د افغانستان اداري نظام ته د مشاورینو د زیاتیدو موضوع هم د پخواني شوروي اتحاد یرغل ته ورګرځي. له دغه یرغل سره شوروي اتحاد د افغانستان د نیږدې ټولو ادارو لوړپوړو چارواکو، حتا په اصطلاح لاسپوڅي ولسمشر ببرک کارمل ته هم روسي مشاورین ټاکلي وو.
د دغو مشاورینو دندې د کاغذ پرمخ چارواکو او ادارو ته مشوره ورکول، خو په عمل کې یې صلاحیتونه له اصلي چارواکو څخه زیات و.
د طالبانو د واکمنۍ له پای ته رسیدو وروسته د ولسمشر کرزي حکومت هم له مشاورینو څخه ډک شو. په دې حکومت کې هم ښاغلي کرزي یوازې ځانته تر سلو زیات مشاورین یوازې د هغوی د خوشالولو او امتیاز اخیستو لپاره وګمارل او هم بهرنیو مرستندویانو د خپلو سلګونه اتباعو ترڅنګ له بهرنیو هېوادونو څخه ګڼ افغانان د متخصصینو په نامه په لوړو امتیازاتو بې ضرورته پر یو شمېر ادارو د مشاورینو په نوم وتپل.
اوسنی حکومت او مشاورین یې
د مخکیني حکومت مشاورین تر ډېره یو شمېر قومي مخور، دیني عالمان او له دندو ګوښه کیدونکي چارواکي ول. دوی د مشاوریت په لوړ امتیاز او نوم ګوزاره کوله، خو په اوسني حکومت کې دغه کیسه تر ډېره برعکس ده.
تېر حکومت یوازې د واک د مرجع په حیث ارګ ته لوړ امتیازه مشاورین لرل، خو په اوسني حکومت کې د ارګ د قدرت شریکوال (اجرایه ریاست) د مشاورینو په ګمارنه کې هم له ارګ سره سخته سیالي لري.
د دواړو ادارو د مشاورینو شمېر سلګونو ته رسي، اوس نه یوازې رسمي؛ بلکې افتخاري مشاورین هم ټاکل کیږي.
په مخکیني او اوسني حکومت دواړو کې له ارګ ور اخوا په وزارتونو، ولایتونو، ریاستونو او هره ممکنه اداره کې د مشاورینو په نوم لوړپوړي چارواکي، سیاستوال او زورواکي د خپلو کسانو په ګومارنه کې خپل نفوذ او زور نه درېغوي.
په ټوله کې د مشاورینو پراخ، بې ضرورته او په ورته وخت کې متعدد موجودیت حکومت ته په یوه لوی سرخوږي بدل شوی.
د ډېرو دغو مشاورینو کارونه نه دي معلوم، دوی یوازې په یوه څو کرښه یي حکم مقرریږي، چې په حکم کې یې د ګومارنې معقول دلایل، اړتیا، کاري دندې او نور مشخص شوي نه دي.
دا ډول ګومارنې نه یوازې حکومت؛ بلکې خپله مشاورینو ته هم کله د سرخوږي سبب وي، ډېری مشاورین خپله هم پخپل کار نه پوهیږي. په دوی کې ځینې یې مناسب او د اجرایه کارونو لپار وړ خلک دي، خو حکومتي مشرانو زیاتی ورسره کړی او د مشاورینو په نوم یې خوشاله کړي.
خو اکثره داسې کسان په لوړه کچه د حکومت مشاورین دي، چې په کمېشن کارۍ، باج اخیستو، زورواکۍ او له مافیایي ډلو سره په همکارۍ تورن دي. د دغو کسانو په اړه بیا، بیا شکایت کیږي چې د واک جزیرو ته د نیږدې والي له کبله، یا په دې پلمه له ځایي چارواکو، وزیرانو او نورو لوریو څخه امتیازات اخلي او په هره ممکنه بڼه د حکومتوالۍ بهیر چېلنجوي.
چې داسې ده، حکومت ته په ټوله کې او خپله ډاکټر عبدالله ته، چې د مشاورینو کارونو بې زغمه کړی؛ په ځانګړي ډول لازمه ده چې د مشاورینو له بې ضرورته شمېر، لګښتونو او جانبي عوارضو څخه د حکومت د ژغورلو لپاره لاس په کار شي !