لیکنه : عبدالله عادل
د غازي امان الله خان په نوم د کورني کرکټ ستري سېالۍ تېره ورځ د مس عینک په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې دوی د بوست لوبډلي ته په ۸۸ منډو ماته ورکړه.
د پایلوبي ټاس د بوست لوبډلي وګټی او لومړی یې د توپ اچوني پرېکړه وکړه . مقابلي لوبډلي مس عینک په ۴۴.۵ اورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۹ منډي جوړي کړې او بوست ته یې د ۲۰۰ منډو هدف وټاکه .
د مس عینک لپاره په توپ وهنه کي عمران ۴۷ ، افسرځاځي ۴۳ او ابراهیم ځدران ۳۰ منډي جوړي کړې او د بوست لپاره په توپ اچونه کي سمیع الله شینواري ۴ ، یمین احمدزي او وقارالله ۲/۲ او دستګیرخان یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د بوست لوبډله د توپ اچوني په ډول په توپ وهنه کي ښه ونه ځلېده او د باتجربه او مخکښو توپ وهونکو په شتون کي یې د ۲۰۰ منډو هدف ترلاسه نکړ دوی یوازي په ۲۳.۱ اورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۱ منډي جوړي کړې او د اتلولۍ جام یې له لاسه ورکړ.
د بوست لپاره په توپ وهنه کي احسان الله جنت ۶۰ او ناصرجمال ۱۰ تر نورو ډیري منډي جوړي کړې د مس عینک لپاره په توپ اچونه کي ځوان لوبغاړی ضیاالرحمان اکبر ۳ ، ضیا شریفي ، نوازخان او ابراهیم ځدران ۲/۲ ویکټي او یوسف ځاځي یوه ویکټ ترلاسه کړه.
ددغه جام د پایلوبي غوره لوبغاړی د مس عینک زون توپ اچونکی ضیاالرحمان اکبر ونومول سو چي په مهمه لوبه کي یې درې ویکټي ترلاسه کړې.
د یادو سېالیو غوره توپ اچونکی سلیم خان ، غوره توپ وهونکی منیراحمد ، د سېالیو ځوان لوبغاړی عمران میر او د ټول جام غوره لوبغاړی بیا میرویس اشرف ونومول سو.
ددې جام اتلي لوبډلي مس عینک ته ۲۵۰ زره افغانۍ او دوهم مقام ګټونکي لوبډلې بوست زون ته ۱۵۰ زره افغانۍ جایزه ورکړل سوه.
کورنی کرکټ د نړیوال کرکټ لپاره لار پرانیزي ، کورنی کرکټ دی چي له طریقه یې ملي لوبډلي ته بهترین استعداونه معرفي کیږي. افغانستان هم له کورني کرکټ څخه تر دا مهاله خورا بهترین لوبغاړي موندلي چي دا مهال یې په نړیواله سطحه د افغانستان نوم ځلولی.
د یادوني وړ ده چي د کورني کرکټ په چوکاټ کي تر دا سېالیو وروسته په راتلونکې اکټوبر میاشت کي د شپږیزې په نوم د کورني کرکټ یو بل ستر لیګ پیلیږي.