لیکنه: حشمت الله رحمتي
مدیر په لغت کې اداره کونکي په معنا دی او په اصطلاح کې مدیر هغه شخص دی چې د خپل ټیم د کړنو مسؤلیت پر غاړه لري.
بريالى مديريت يعنې څه؟ هغه چې د معمولي وګړو (کم تعداد کاري ټیم) په کارولو سره موخو ته ځان ورسوي.
د يوه مدير د کار پايله د هغه د ټيم پايله ده؛ ټول کارونه په یو کسيزه توګه نه بلكې په ډله ييزه توګه ترسره کوي. هر مدیر ته په کار ده، چې تر ټولو لومړی په خپله اداره کې د کاري همغږۍ ترڅنګ داسې مسلکي کاري ډله جوړه کړي، چې په هره برخه کې ښه کار کولای شي.
که چېرې په اداره کې د باور ترڅنګ دهمغږۍ او متقابل احترام روحیه شتون ونه لري، دیوه او بل تهدید او د کمزورۍ هڅې روانې وي، نو هلته خپلسري او لوی آنارشېزم منځته راځي، بیا به ناممکنه وي، چې هلته دې سمون او پرمختګ راشي.
نو په داسې حالاتو کې منیجر ته ضروري دی، چې خپله اداره کنټرول او منظمه کړي او هېچاته د دې اجازه ورنه کړي، چې مخلص مامورین له بېلابېلو لارو تهدید او توهین کړي . بلکې د اړتیا سره سم په پټه توګه داسې مالوماتي سرچینه ولري، چې په اداره کې له ټولو منفي او مثبتو خوځښتونو باخبر اوسي .
ترڅو د ادارې ټول ملګري له مسوولیته ډکې چارې په ښه قالب کې برابرې کړي او له بل پلوه د شک او بدګمانۍ پرځای رښتینی نظارت حاکم شي.
اوس د ښه مدیر یو څو ځانګړنو ته لنډه اشاره کوو، ښه مدیر یعنې:
• هغه کس دی، چې د ورکړل شوي مدیریت سره سم علمیت ولري (اهلیت ولري یا يې حقدار وي) .
• هغه کس دی، چې د دندې اخلاق ولري .
• هغه کس دی، چې د ورکړل شوي مسوولیت وړتیا ولري .
• هغه کس دی، چې د دندې پروخت ورکړل شوي تعهد ته ژمن وي .
• هغه کس دی، چې ضمیر او وجدان یې پاک وي .
• هغه کس دی، چې د خبرو پرځای عمل کوي .
• هغه کس دی، چې د زغم سینه یې پراخه وي .
• هغه کس دی، چې له هرڅه نه قانون او مقررات معتبر ګڼي .
• هغه کس دی، چې ښه کاري ډله لري .
• هغه کس دی، چې د خپلې خاورې عرضي تمامیت، همداشان ملي او ولسي ګټو ته وفادار وي .
• هغه کس دی، چې له بغض او کینې نفرت کوي .
• هغه کس دی، چې په خپلو مامورینو شفقت لري .
• هغه کس دی، چې د خپل مامور حمایت کوي او له مشکلاتو یې ځان خبروي .
• هغه کس دی، چې د مامورینو سره د شته ستونزو او ضرورتونو په رفع کولو کې همکار وي .
• هغه کس دی، چې په چارو او کړنو کې شفافیت رعایتوي .
• هغه کس دی، چې په رښتیني توګه د مجازاتو او مکافاتو سېستم ولري .
• هغه کس دی، چې په اداره کې د بې ځایه شک پرځای لازم نظارت ولري .
• هغه کس دی، چې په اداره کې په پټه سره د مخلصو کسانو په وسېله مالوماتي سرچینه ولري .
• هغه کس دی، چې د مامورینو قربانۍ او ایماندارۍ ته فوق العاده درناوی ولري .
• هغه کس دی، چې سالمې مشورې له هر چا اخلي، خو تصمیم په خپله نیسي .
درنو لوستونکو!
که چېرې یو مدیر پورتنۍ ځانګړتیاوې ونه لري، نو څه فکر کوئ چې په ورسپارل شوي مسولیت کې به بریالی وي؟ حتماً مو ځواب نه دی، نو راشئ چې د پورته لارښونو په عملي کولو سره له ځانه ښه مدیران جوړ کړو.