د افغانستان د کرکټ د ملي او په نړیوال کرکټ کې مشهوره الراونډر محمد نبي عیسی خیل د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰ اوریزه سیالیو په درجه بندۍ کې د دویم مقام خپلولو وروسته د ۵۰ اوریزه سیالیو په رینګکینګ یا درجه بندۍ کې هم دویم مقام ته ورسید.
د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې بنګله دیشی شاکیب الحسن په لمړي مقام کې پاتې شوی دی، خو پاکستانی محمد حفیظ بیا افغان الراونډر محمد نبي عیسي خیل د پخواني دویم مقام څخه وروسته کړی دی.
د ۵۰ اوریزه سیالیو د الراونډرانو په دغه اعلان شوې درجه بندۍ کې بنګله دیشی شاکیب الحسن لمړی، افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل دویم، پاکستانی محمد حفیظ دریم، نیوزیلنډی میچل سنټنر څلورم، سریلنکايي انجیلا میتویس پنځم، انګلستانی معین علي شپږم، افغان راشد خان اووم، انګلستانی کریس اوکس اتم، ویسټ انډیزی جیسن هولډر نهم او اسټرالوي میچل مارش لسم مقام خپل کړی دی.
بل خوا د ۲۰ اوریزه سیالیو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې اسټرالوي ګلین مکسویل اول، افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل دویم، بنګله دیشی شاکیب الحسن دریم، افریقايي جي پي ډومني څلورم، ویسټ انډیزی مارلیون سیمویلز پنځم، ایرلینډي پاول سڼرلینګ شپږم، سریلنکايي تیسارا پریرا اووم، بنګله دیشی محمد الله اتم، ایرلینډې ریچي برینګټن نهم او افغان لوبغاړی سمیع الله شینواری لسم مقام کې ځای لري.
د یادونې وړ ده، چې د تیریو نږدې ۵ کلونو راهیسې محمد نبي عیسی خیل د کرکټ نړیوالې شورا سره د الراونډرانو په درجه بندۍ کې نوماند شوی دی، خو په ورستیو کې دوه کلونو کې د لمړۍ کرښې لپاره په مخکښو نوماندانو کې دی.