د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې تېز بالر محمد شامي د انګلستان خلاف لمړیو درې ټیسټ سیالیو لپاره په هندۍ کرکټ ملي لوبډله کې شامل شو.
محمد شامي، چې د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لمړنۍ تاریخي ټیسټ سیالۍ ته د فزیکي جوړښت (فزیکل فیټنیس) په ازموینه کې پاتې راغلی و، اوس د تیز بالر بینیشوار کمار په نشتون کې د لوبډلې برخه شو.
هندي کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې بینیشوار کمار په ملا کې د درد له کبله نشي کولی، چې انګلستان خلاف په ۳ ټیسټ سیالیو کې ګډون وکړي، نو پر ځای محمد شامي لوبډلې ته راستون شو.
همدا راز ویل شوي، جسپریټ بومرا، چې د خپل لاس د ګوتې د ټپي کیدو له کبله یې د سیالیو کې د نه ګډون خبر ورکړل شوی و، اوس به بیرته دویمې ټیسټ لوبې کې د هندۍ لوبډلې غړی وي.
د کوربه انګلستان او میلمه هندۍ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه او درې۵۰ اوریزه لوبو لړۍ وروسته د ۵ ټیسټ لوبو سیریز یا لړۍ هم د راتلونکې اګسټ میاشتې په لمړۍ نیټه پیل کیږي.
په لمړنيو دوه سیریزونو کې هندوستان انګلستان ته او انګلستان بیرته هندوستان ته ۲ د ۱ مقابل کې ماتې ورکړې، چې په ۲۰ اوریزه سیریز کې هندوستان، خو ۵۰ اوریزه سیریز کې انګلستان بریا خپله کړه.