سمیع الله درانی
په شل اوریزو لوبو کې بیا هم لومړی نوم د افغانستان لیکل شوی او دا د محمدنبي عیسی خېل برکت دی، چې د نوملړ په سرکې د افغانستان توري لیکل شوي دي.
محمدنبي عیسی خېل د نړۍ په کچه هغه لوبغاړی شو، چې په شل اوریزو لوبو کې ۱۲ ځلې د لوبو غوره لوبغاړی راغلی او جایزې یې اخېستي دي.
افغان لوبډلې له ۲۰۱۰ م کال راهیسې شل اوریزې لوبې پیل کړي، چې پکې محمدنبي عیسی خېل په ۷۱ لوبو کې لوبېدلی دی.
د دغو ټولو لوبو ور اخوا هغه په ۱۲ لوبو کې داسې رول لوبولی، چې مقابلو لوبډلو ملاوې یې ماتې کړي او خپلې لوبډلې ته یې پکې هسکه غړۍ بریاوې ورکړي دي.
دی له ۲۰۱۹ م کال څخه وړاندې په ۱۱ لوبو کې غوره لوبغاړی راغلی و، د ویرات کولي او شاهد افریدي سره په ریکارډ کې مساوي و؛ خو کله یې چې د بنګله دېش خلاف درې اړخیزه لوبلړۍ کې ۸۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو؛ نو د دولسم ځل لپاره یې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه او د زیاتو جایزو ریکارډ یې جوړ کړ.
په دغه نوملړ کې دوهم نوم د هندي ویرات کولي دی، هغه هم د نبي په څېر ۷۱ لوبې کړي او ۱۱ ځلې یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزې اخېستي دي.
دریم نوم د شاهد افریدي دی، هغه په ۹۹ لوبوکې ۱۱ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی راغلی دی، څلورم نوم د کرسټوفر هېنري ګېل دی، هغه په ۵۵ لوبو کې ۹ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شوی دی.
شېن واټسن په ۵۸ لوبو کې ۹ ځلې غوره لوبغاړی، افغان محمدشهزاد په ۶۵ لوبو کې ۹ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی یاد شوی، محمد حفیظ په ۸۹ لوبو کې ۹ ځلې، روهېت شرما په ۹۷ لوبو کې ۸ ځلې، تېسارا پرېرا په ۳۷ لوبو کې ۷ ځلې، کولېن منرو، یوراج سېنګ، مارټېن ګوپټېل، برېنډن مکالم، ای بي ډیویلیرس او عمر اکمل په مختلفو لوبوکې اووه، اووه ځلې د لوبو غوره لوبغاړو جایزې اخېستي دي.
د سریلانکایي جایاسوریا په ګډون ۹ لوبغاړو په مختلفو شل اوریزو لوبو کې، شپږ، شپږ ځلې د لوبې غوره لوبغاړي راغلي.
د ویسټ انډیزي ایوین لیویس او پاکستاني عماد وسیم په ګډون لس لوبغاړو بیا پنځه، پنځه ځلې د لوبو د غوره لوبغاړو جایزې ترلاسه کړي دي.
نو په دې لېست کې د افغان الراونډر نوم لومړی دی او د افغانستان لپاره د فخر ځای دی، کرکټ ټولچاری یې داسې یوه کارنامه کوي.