سمیع الله درانی
د کرکټ نړیواله شورا هره میاشت د لوبغاړو او لوبډلو نوې درجه بندي کوي، هره لوبډله چې په جامونو او لوبلړیو کې ښه وځلېږي مخکې تګ کوي او لوبغاړي هم د ښې کارکرده ګۍ په صورت کې مخکې ځي؛ خو اپوټه که یوه لوبډله یا لوبغاړي ښې لوبې نندارې ته نه وړاندې کړي او ناکام شي؛ نو د درجه بندۍ په نوملړکې هم وروسته پاتې کېږي او نور لوبغاړي ترې مخکې کېږي.
اوس د افغان لوبغاړو او لوبډلې د پرمختګ ښې شېبې دي، چې د ښې لوبې په کولو سره لا مخکې ولاړ شي.
افغان لوبډلې په ټېسټ لوبوکې لسم ځای ونیو او زِمبابوې یې وروسته کړه؛ اصغر افغان، رحمت شاه زرمتي او ابراهیم ځدران هغه لوبغاړي دي، چې په ټېسټ لوبو درجه بندۍ کې یې دري شپېتم، پنځه شپېتم او اووه اتیایم ځایونه ونیول.
په بالرانو کې راشدخان تر اووه دېرشم، یمین احمدزي یو پنځوسم او محمدنبي عیسی خېل اووه نوي یم ځایونه د توپ اچوونکو په برخه کې ترلاسه کړل.
اوس په شل اوریزو لوبو کې د الراونډرانو خبره ده، په درې اړخیزه لوبلړۍ کې محمدنبي عیسی خېل په دوو لوبو کې مثبت رول ولوباوه، هغه په یوه لوبه کې په ۱۸ توپونو ۳۸ منډې وکړې او بله لوبه کې یې په ۵۴ توپونو ۸۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
همدارنګه یې د زِمبابوې خلاف لوبه کې ښه توپ اچونه وکړه او د بنګله دېش خلاف یې هم ښه توپ اچونه ترسره کړه؛ که څه هم محمدنبي وېکټې وانخېستلی شوې؛ خو ایکانومي یې ښه وه.
نسبت شکېب الحسن ته تر دې دمه په روانه درې اړخیزه لوبلړۍ کې محمدنبي عیسی خېل ښه دی.
د شل اوریزو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی مقام د اسټرالیایي ګلېن مکسویل دی، دوهم مقام د بنګله دېشي شکېب الحسن او دریم مقام د محمدنبي عیسی خېل دی.
!
مکسوېل ۳۹۰ نومرې لري، شکېب الحسن ۳۳۸ نومرې لري او محمدنبي بیا ۳۳۰ نومرې لري.
په تېرو دوو لوبو کې محمدنبي مثبت رول ولوباوه او کولای شي چې نومرې واخلي او شکېب الحسن ته لا ورنږدې شي.
که په راتلونکو دوو لوبو او بیا پایلوبه کې محمدنبي همداسې مثبت مخته ولاړ شي؛ نو کولای شي چې شکېب الحسن را وروسته کړي او دوهم مقام تر لاسه کړي.
سمیع الله شینواری په شل اوریزو لوبو الراونډرانو کې یوولسم مقام کې دی، راشدخان په همدغو الراونډرانو یا کرکټ ټولچارو کې دېرشم مقام لري.
کریم جنت د شل اوریزو لوبو په الراونډرانو کې څلور اویایم مقام تر لاسه کړی دی.