مجیب الرحمن؛ د لوبغاړو ګډه هڅه به مونږ د سیریز په اتلولۍ ونازوي.

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

سمیع الله درانی
د افغان لوبډلې ۱۹ کلن تنکي ځوان سپېن بالر مجیب الرحمن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغان لوبغاړو، اتفاق، اتحاد او ګډې هڅې به دا لوبډله د درې اړخیزې لوبلړۍ په اتلولۍ ونازوي.
نوموړي د افغان لوبډلې د اتحاد پوره ستاینه کړې؛ خو بل لور ته بیا د بنګله دېش لوبډلمشر شکېب الحسن له خپلو لوبغاړو نا راضه دی او وایي، چې لوبغاړي یې همغږي نه لري.
دا خبرې وروسته له هغې کېږي، چې افغان لوبډلې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې له زِمبابوې وروسته د یکشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۵ مه نېټه بنګله دېش ته په ۲۵ منډو ماته ورکړه او مجیب الرحمن په دې لوبه کې ۴ وېکټې واخېستې او ۱۵ منډې یې ورکړې.

مجیب الرحمن دا هم ویلي، چې افغان لوبډلې ښه روزنه ترلاسه کړې او خورا تشویق شوي دي، د دوی هدف دا دی، چې یو ځای په همغږۍ ولوبېږي، که دوی همداسې په اتفاق سره ولوبېږي؛ نو یوه لوبه به هم ونه بایلي او مثبتې نومرې به واخلي.
افغان لوبډلې په اتفاق سره د ګډې لوبې په ترڅ کې بنګله دېش په یواځېنۍ ټېسټ لوبه کې هم مات کړ او اوس په شل اوریزه لوبلړۍ کې هم د نومرو په جدول کې لومړی مقام لري.
د کرېک بز وېب پاڼه لیکي، چې افغان لوبډلې په شل اوریزو لوبو کې هم ښه ریکارډ خپل کړ او دولس شل اوریزو لوبوکې یې پرله پسې بریاوې واخېستې.
مجیب ویلي « زِمبابوې او بنګله دېش دواړه ښې لوبډلې دي، خو مونږ چې په عربي متحده اماراتو او یا هم کابل کې کوم تمرینات وکړل، دا مو د دې لپاره وکړل، چې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې یوه لوبه هم ونه بایلو او ټولې وګټو».

د هغه په وېنا په شل اوریزو لوبو کې افغان لوبډله خورا پیاوړې ده او همدا علت دی، چې دولس لوبې مو سر په سر ګټلي دي او د اسټرالیا له ریکارډ سره مو د ټېسټ په څېر په شل اوریزو لوبوکې هم ځان مساوي کړ.
دغه افغان اف برېک بالر زیاته کړې ده، چې د اوسنیو لوبو د بریاوو ستر علت د لوبغاړو ترمنځ یووالی او اتفاق دی.
هغه د ځوانو لوبغاړو ستاینه کړې، وایي دوی ښې وړتیاوې لري، ښه تمرینات او روزنه یې ترلاسه کړې ده.
بل پلو شکېب الحسن له خپلو لوبغاړو ګیله من دی
په داسې حال کې چې افغان لوبغاړي په خپله لوبډله کې د همغږۍ او اتفاق خبره کوي، بل پلو بیا بنګله دېشی لوبډلمشر شکېب الحسن له خپلو لوبغاړو د نه همغږۍ او ناسم پلان له امله خفه دی.
هغه ویلي دي، چې زمونږ لوبغاړي په ګډه د یو بل ملاتړ نه کوي.
د شکېب په خبره په هره لوبه کې یو یا دوه لوبغاړي ښه لوبه کوي؛ خو نور لوبغاړي هم باید دغه دوه یا درې لوبغاړي وهڅوي ترڅو له هغوی سره لا مرسته وکړي او لوبډله بریا ته ورسوي.
شکېب ویلي چې افغان لوبډله په شل اوریزو لوبو کې یوه پیاوړې لوبډله ده، هغه اوس اووم مقام لري او مونږ لسم مقام کې یو.

بنګله دیشي لوبډلمشر ویلي دي، چې دوی اوس په دې هڅه کې دي، ترڅو لوبډله د دې لوبلړۍ تر پایلوبې ورسوي.
نوموړي ویلي مونږ لا دوه لوبې لرو او زِمبابوې دوه لوبې بایللي دي، دا به زِمبابوې ته سخته وي، چې دواړه لوبې وګټي او پایلوبې ته ولاړه شي.
د هغه په وېنا زه ډاډه یم چې زمونږ لوبډله به پایلوبه کې له افغان لوبډلې سره مخ کېږي او هلته به ښه لوبه نندارې ته وړاندې کوي.
د چهارشنبې په مازیګر د سپټمبر په ۱۸ مه نېټه پنځه بجې زِمبابوې، د بنګله دېش پر وړاندې او افغان لوبډله د جمعې په مازیګر د سپټمبر په ۲۰ مه نېټه له زِمبابوې سره لوبه کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.