ژباړه: حمیدالله حمیدي
له شپږو میاشتو وروسته د مور پر شېدو سر بېره په تدریجي توګه د هغو مناسبو او په اندازې خوړو، چې د کورنۍ نور غړي هم ورڅخه ګټه اخلي ماشوم ته ورکول پوره او کامله تغذیه بلل کېږي.
ډیری شېدې خوړونکي ماشومان له شپږو میاشتو وروسته اضافي انرژۍ او خوړ ته ضرورت پیدا کوي، چې دې ډول تغذیې ته تکمیلي تغذیه وایي.
که څه هم، چې کېدای شي له شپږو میاشتو وروسته،چې د ماشوم له زېږیدلو (۱۸۰) ورځې تېريږي د مور شېدې هم کافي وي، خو لازمه ده، چې په څنګ کې ور سره کرار کرار د نورو غذایي موادو ورکول هم شروع شي، تر څو ماشوم یې له خوړلو سره اموخته شي.
خو یوه څه ته مو پام وي، چې ماشوم ته د مور له شېدو پرته د نورو خوراکي توکو پیلول باید له داسې ساده او نرمو موادو پیل شي، چې هضم یې ډیره اسانه وي.
د مثال په توګه: کولای شئ، د لومړي ځل لپاره ورته د وریجو له اوړو څخه فیرني جوړه کړئ او ورو ورو یې غلظت زیات کړئ او په راتلونکې کې ور سره نور غذایي مواد هم ګډ کړئ، تر څو د ماشوم معده د کال په اخر کې د ټولو هغو خوړو لپاره تیاره شي، چې د کورنۍ نور غړي ور څخه ګټه اخلي.
ډیری ماشومان کله، چې د لسو میاشتو شي کولای شي، هغه غذا ګانې چې په کور کې پخېږي وخوري او دې ته اړتیا نه وي، چې د دوی لپاره ځانګړي خواړه پاخه شي.
د شپږمې میاشتې په وروستیو کې یعنې کله، چې ماشوم د (۱۸۰) ورځو شي کولای شئ، چې اضافي خوراک ورته پیل کړئ ځکه چې: له شپږو میاشتو وروسته هغه وزن چې تر اوسه ماشوم اخیستئ وجود یې ځینې اضافي انرژۍ ته اړتیا پیدا کوي، نو د مور شېدې نه شي کولای په یوازې ځان د ماشوم ټول د ضرورت وړ مواد او منرالونه پوره کړي.
له شپږو میاشتو وروسته باید په پوره توګه د ماشوم وجود ته په غوړو کې ګډ د A او D ویټامېنونه ورسول شي، د بېلګې په توګه:
د ماشوم د اوسپنې ذخیره، چې په خپل وخت سره پیدا شوی وي تر شپږو میاشتو پورې تمامېږي، نو اړینه ده، چې د مرستندویه موادو په وسیله او یا هم د اوسپنې درلودونکي چکک(قطره) ورکړل شي تر څو ماشوم د وینې له کمښت سره مخامخ نه شي.
هغه ماشومان، چې د ۲۵۰۰ ګرامه وزن سره تولد کېږي، که څه هم چې د مور شېدې ور سره مرسته کوي، چې د وجود اوسپنه یې پوره شي، خو که په څنګ کې ورته د اوسپنې چکک او یا شربت ورکړل شي بهتره ده.
د ماشوم لپاره په خپل وخت یعنې له شپږو میاشتو وروسته د کومکي غذا پیلول د ماشوم پر ودې او روغتیا مثبت اثر پرې باسي.
له ټاکلي وخت مخکې د ماشوم لپاره د کومکي غذا پیلول څه ستونزې پیدا کوي؟
که د ماشوم لپاره تر شپږو میاشتو مخکې د کومکي غذا ور کول پيل شي کېدای شي ماشوم ته لاندې ستونزې جوړې کړي:
کله، چې ماشوم له اصلي وخته مخکي پر کومکي غذا روږدی شي نو کرار کرار د مور له شېدو خوړلو فاصله پیدا کوي او په دې سره یې د مور په تیو کې هم شېدې کمېږي او ماشوم له دغې انحصاري تغذیې نه بې برخې کېږي.
دا چې د ماشوم عمر او په ټوله کې د هاضمې سېستم یې د دې ډول غلیظو خوراکونو لپاره تیار نه وي، نو کېدای شي، چې ماشوم ته اسهالات او په ټوله کې د معدې مېکروب پیدا شي.
که د ماشوم لپاره له اصلي وخته مخکي غذا ورکول پیل شي، نو ماشوم به په ډيره سختۍ سره د غذا له خوند او هضم سره بلد شي او په دې ډول به د غذایي موادو له ژولو سره هم ستونزه ولري.
هغه ماشومان، چې ورته په خپل وخت کومکي غذا پیل نه شي، نو یوازې د مور په شېدو سره د هغوی د وجود اړین مواد نه پوره کېږي، چې په پایله کې ماشوم د وېټامینونو له کموالي سره مخ کېږي او د ډول ډول ناروغیو د پیدا کېدو سبب ګرځي.
ډیر ماشومان کله، چې په لومړي ځل د مور له شیدو پرته ورته نور غذایي مواد ورکول کېږي چندانې رضایت نه ښیي او یا هم د دې ډول غذایي موادو له خوړلو ډډه کوي. دلته د میندو دنده ده، چې په پوره خوارۍ سره ماشوم وهڅوي او د وخت په تېرېدو سره یې دې ته قانع کړي چې اضافي غذایي مواد وخوري.