لیست A سیالۍ: سپین غر زون د سوپر سیکس پړاوو لومړۍ لوبه هم وګټله

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د غازي امان الله خان یو ورځنيو سياليو د دوهم پړاو (Super six ) لومړۍ لوبه پرون په الکوزي کابل لوبغالي کې د سپين غر او کابل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې سپين غر زون وګټله .
د لوبې پچه سپين غر وګټله د توپ وهنې پرېکړه يې وکړه، چې د ۸ لوبغاړو په له لاسه ورکولو يې ۵۰ اورونه ولوبول او ۳۲۱ منډې هدف وټاکه، شهزاد محمدي په کې ۱۰۹، اکرام علي خیل ۶۹ او طاهر خان ۴۴ منډې وکړې .
د کابل لپاره عبدالله مزاري ۴ ویکټې ترلاسه کړې .
افغان کرکټ بورډ لیکلي؛ د کابل لوبډلې ونه شول کړای چې ورکړل شوې موخه ترلاسه کړي او د ۴۷.۴ اورونو په لوبولو سره يې ۲۵۷ منډې جوړې کړې د کابل لپاره لوبډلمشر شفیق الله شفق، شوکت زمان او خیبر عمر نيمه سلیزې جوړې کړې .
د سپين غر په توپ اچونکو کې قیس احمد او افتاب عالم ۳ ، ۳ ويکټې، عظمت الله او فريد احمد بیا دوه، دوه ويکټې ترلاسه کړې .

شهزاد بیا هم د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو

د لوبې غوره لوبغاړی محمد شهزاد ونومول شو . د یادونې ده چې سپين غر لوبډلې په لومړي پړاو کې هم خپلې دواړه لوبې ګټلې وې .
ددویم پړاو دویمه لوبه همدا اوس د مس عینک او بندامیر ترمنځ روانه ده. مس عینک توپوهنه کوي.