لټي، سببونه او چاره یې !!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د کامران مشال لیکنه 
لټي د کار نه کولو هیله ده. داسې چې زړه دې غواړې کرار پروت اوسې او یا پر مجلسونو او ساعتیریو بوخت اوسي او هیڅ کار ونه کړې.

د لټۍ سببونه: په دې باور نه لرو چې که په یو کار د خپل هوسا ژوند شیبې مصرف کړو نو نتیجه کې به له هغې زیات هوسا ژوند ته ورسوو.

مثلا که د سیمستر په اوږدو کې درس ووایو ممکن په لوړو نومرو بریالي شو او هم به د امتحان فشار راباندې کم وي.

دا هم ممکنه ده چې موږ ته لټي خوند راکوي او بې له شکه له ژوند خوند اخیستل ډېر مهم دي. خو باید په یاد ولرو چې د لټۍ خوند مو په ستر خپګان بدلیدای شي. مثلا یوه ورځ یوې وظیفې ته یو ساعت وروسته لاړم وظیفه مې له لاسه ووته او خړې سترګې بیرته راغلم.
له ناکامۍ ویره او ناهیلې هم د لټۍ سبب کیدای شي.

چاره یې څه ده؟

1- .د ژوند مسولیتونه مو ومنئ. که کار نه کوي اخر یې زیان خپله تاته رسیږي.

2- لوی کارونه په کوچنیو برخو وویشئ. لږ کوئ خو کوئ یې اخیر به مو کار سپک شي.

3- په ځان داسې فشار واچوئ لکه پلار یا مدیر چې یې درباندې اچوي.

4- کافي خوب،تمرین او ښه یعنی متفاوته غذا وخورئ ددې شیانو کمښت هم د لټۍ سبب ګرځي.

5- کار کولو ته مو انګیزه پیدا کړئ. مثلا که دا کار وکړم ګټې به یې راته څه وي؟ او که یې ونه کړم له کومو مشکلاتو سره به مخ شم؟

6- ځان ته ووایئ چې لټي یوه ټولنیزه پدیده ده او زه ارادي او قصدي د کار نه کول انتخابوم.

7- په یو وخت یو کار وکړئ. که په یو وخت څو کارونو ته لاس اچوئ، یا مو ستړې کوي او یا یې ورو او نه پرمختګ تاسو لټۍ او تنبلۍ ته هڅوي.

8- له ځان سره د کار لپاره تعهد، هوډ او ژمنه بیا، بیا تازه کړئ.

9- ځان ته ووایئ چې د لــــویـــو لــــویـــو فرصتونو د لاسه ورکولو لامل زما لټي ده.

10- کار ته د تمرین او تفریح په سترګه وګورئ بیا به له کاره خوند واخلئ.

11- له یو ستاعت کاره وروسته دمه وکړئ هم به مو مغز ارام شي هم به مو د موثر کار لپاره انرژي لا برابره شي.

12- د کار ځنډول پریږدئ انسان ته په طبیعي ډول سبا نور کارونه پیدا کیږي. تجربه یې کړئ چې سبا درته نور کارونه پیدا کیږی که نه؟ ځکه نو د نن کار نن وکړئ.

13- د لټو کسانو له ناستې ځان لیري کړئ او بریالیو او د کار خلکو سره ملګرتیا شروع کړئ دوی درباندې اغیز کوي.هغه شیان چې مو لټوي هغه له ځانه لیری کړئ مثلا رادیو،تلویزیون،بې ګټې ناول.

14- ووایئ که کار وکړم بریالی به شم که نه تقدیر به مې ناکام کړي.

15- مهم کار چې باید وکړئ د ټیلیفون په سکرین، کمپیوټر، دیوال، د یادښتون کتابچه او یا پر ښیښه یې ولیکئ.
هیله ده دا لارښوونې درسره مرسته وکړي او تاسې هم راته خپلې تجربې ووایئ. البته له خپلو لټو او تنبلو دوستانو سره یې هم شریک کړئ!!!

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.