لیکنه: مریم محمدي
د الله تعالی له طرفه د لور، میلمه او باران ورکړه او کول لوی نعمت دی، خو په دا درې واړو د الله ځیني بنده ګان خفه وي.
نن غواړم په همدې موضوع درسره ځینې خبرې شریکي کړم:
۱- د لور درلودل د ویاړ خبره ده
په دیني فرهنګ کې د لوڼې درلودل ویاړ دی؛ ځکه له رسول الله (ص) سره همرنګېدل دي، چې امام صادق (رح) ویلي: پېغمبر (ص) د لوڼو پلار و.
خو یو شمېر داسې کسان هم شته، چې د ناپوهۍ له کبله د لور په زوکړې خپه کېږي.
د لور پر زوکړې خپګان؛ یعنې پر حکیم او په هغه ذات نیوکه ده چې په هر څه قادر او توانا دی.
رسوال الله ص فرمایلي:«که څوک درې لوڼې ولري او ښه یې وروزي، نو هرومرو جنت پرې واجب دی. یو صحابي ترې پوښتنه وکړه ای د الله رسوله که څوک دوه لوڼې ولري؟ پېغمبر(ص) وویل که یوه هم وي د سمې روزني په سبب جنت پرې واجب دی.
لور د پلار د مینې، محبت او عاطفې ښکارندويه ده، په حقیقت کې باید ووایو، کوم پلار چې لور نلري، ژوند یې بې خونده دی.
۲- میلمه
میلمه د خدای دوست دی، دې ته ورته متلونه او د میلمه په اړه به مو ډیر له پنده ډکې کیسې اوریدلي وي. خو داسې وخت هم کله کله کیږي چې له میلمه نه کوربه په تنګ وي. دلته درته د میلمه په اړه یوه لڼده له پنده ډکه کیسه وایم؛
یوه ښځه خپل میړه نه په شکایت رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغله. چې میړه مې ډير میلمه پال دی، خلک را دعوت کوي، د میلمنو ډیر احترام کوي. او د میلمنو ډیروالی او پخلي په عذاب او ستړې کړې یمه. د الله رسول هیڅ ځواب ورنکړ. ښځه کورته لاړه. څه وخت وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د دی میړه ته ځواب ور ولیږلو، چې زه نن ستاسې میلمه یم. پدې خبره سړی ډیر خوشحال شو، او خپلې ښځې ته یی وویل: چی نن شپه ميلمه لرو او هغه هم رسول الله “ص” دی. ښځه ډیره خوشحاله شوه. په ډیرې خوښۍ سره يې مزیدار خواړه تیار کړل. رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته ورغی. ډوډۍ یی وخوړله. رسول الله “ص” د ښځې خاوند ته یی وویل : کله چې زه ستا کور نه وتلم. ښځه دې پریږده چې هغه دروازې ته وګوري. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دروازې نه وتلو، ښځې رسول الله “ص” پسې کتل.
گوري چې د رسول الله “ص” وتلو سره له دې کورنه ماران، لړمان او ټول ضرري شیان ووتل، ښځې له ډيرې ویرې او حیرانتیا چغې کړې، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: هر کله چې ستا کور نه میلمانه ووځي، دا ډول ټولې بلا ګانې او افتونه ورسره ووځي.
د میلمه د احترام او عزت حکمت دی. کوم کور کې چې میلمانه ډیر وي، هغه کور د الله خوښ وي، له اسمان نه پرې د الله رحمتونه او برکات نازلیږي.ِ
۳- باران
د باران ستاینه او خوند په ټپو او سندرو کې ډیر شوی. د سالار صیب شعر او د افغانستان وتلي سندر غاړي شفیق مرید سندره به موهم اوریدلي وي چې وايي؛
په زړه مې ولې راورېږې څه باران خو نه یې
هسې مې درد راویښوې ګرانه درمان خو نه یې
باران د انسانانو او نورو حيواناتو لپاره يو ډير مهم جز ګڼل کيږي. اوبه د باران پواسطه جوړيږي چې ژونديو موجوداتو ژوند تر څنګ د ځمکې قشر ته ګټه لري.
باران وچکالي له مینځه وړي، هوا پاکوي، د ناروغیو مخه نیسي، د چاپیریال په سمسورتیا کې مهم رول لري، اوبه زیاتوي، د حاصلاتو د ډيروالي سبب کیږي. باران د خدای لوی نعمت دی او پکې دعا قبلیږي.
کوم شی چی په دنیا کی شتون لری هغه ټول دا لله تعالی نعمتونه دی او انسان باید د دغو نعمتونو په مقابل کی شکر کوونکی وي.
دا پورته شیان مو ځکه یاد کړل چې ځیني خلک ترې یا پرې ناشکري کوي. که لور یې وشي، بیا خفه وي او ان د سخت تاوتریخوالي لامل کیږي، کورنۍ پرې خفه وي، ډوډۍ نه خوري، میرمنې ته په قهر وي، میرمنه کمزورې بولي او هیڅ خوشحالي پرې نه کوي، چې دا په حقیقت کې یو ستر جهالت او ناپوهي ده، ځکه نه دا د میرمنې په واک کې خبره ده او نه په دې خبرو سره څه کیږي.
دا د خدای ورکړه ده او بل دا چې رزق او ژوند په نارینه او ښځینه اولاد سره نه دی، بلکې هغه د خدای ورکړه ده، که یو څوک د نارینه اولاد په نه راوړلو یا نه لرلو له دې امله خفه وي، چې له لوږې به مړ شي، دا په حقیقت کې ناشکري او په خدای ناباوري ده، ځکه دلته ژوند یوازې په زوی پورې وتړل شو، په داسې حال کې چې دا ناپوهي ده.
همداراز ځیني خلک چې په نورو میلمانه وي، ښه خوشحاله وي، خو چې دوی کره میلمانه راشي، بیا یې له زړه یو خدای خبر وي، که څوک داسې وي، نو ځان دې یو حرصناک او ناکام شخص وبولي، ځکه دا د ناپوه، حرص ناک او بد شخصیت ځانګړنه ده.
او دریم د باران ده چې کله باران کیږي یا دوامداره شي بیا ځیني کفر غږوي او ناشکري کوي، خصوصاً ښځینه طبقه داسې کوي، دا هم ناپوهي ده او باید ونه شي.
تاسې هم راته په دې اړه نورې خبرې کولی او راشریکولی شئ.