لیکنه: ارشاد رغاند
په چین کې د سیمه ییزو همکاریو سازمان ( شانګهای) اتلسمه سرمشریزه غونډه په داسې حال کې پای ته ورسیده، چې افغان حکومت له دغې غونډې څخه د افغان سولې لپاره سیمه ییزې اجماع ته د رسیدو خبر ورکوي.
د افغانستان د ولسمشریزې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې په دغه سرمشریزه غونډه کې ولسمشر غني د افغان سولې بهیر په تړاو خبرې کړي او د شانګهای له غړو څخه یې د دغه بهیر د ملاتړ غوښتنه کړې.
سرچینې زیاته کړې، چې له دې غوښتنې وروسته روسیې، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، تاجیکستان او ازبکستان مشرانو د افغان حکومت په مشرۍ د دغه هېواد د سولې له روانو هڅو ملاتړ کړی دی.
شانګهای او افغان ثبات
د شانګهای یا سیمه ییزو همکاریو سازمان، چې ډېر غړي هېوادونه یې له افغانستان سره ګډې پولې او ګڼ مشترکات لري ، هم د افغانستان په بې ثباتۍ کې یې یو شمېر په لاس لرلو تورن دي او هم له دې بې ثباتۍ څخه یو شمېر دغه هېوادونه زیانمن دي.
په دې هېوادونو کې پاکستان او ایران عملاً د افغانستان په اوسنۍ جګړه کې په مستقیم لاس لرلو تون دي. د روسیې په اړه هم ځینې ادعاوې موجودې دي، خو داسې ښکاري چې افغان حکومت له دغه هېواد سره په دې اړه خپلو دیپوماتیکو هڅو ته هیله من دی.
په دې هېوادونو کې روسیه سره له دې، چې ظاهراً له امریکا سره د وروستیو ناندریو له کبله ځان په افغانستان کې د دغه هېواد او ناټو د ځواکونو په موجودیت راضي نه ښيي او خپلو پولو ته د ترهګریزو ګواښونو د رسیدو اندیښنه څرګندوي، خو په عمل کې واقعیت دا دی چې حتا روسیه هم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو لېواله نه دی.
د سیمې بل قدرت چین، چې له افغانستان سره په ګډه پوله کې نا امنۍ اندیښمن کړی و، افغان حکومت ورسره په بدخشان کې له ګواښونو سره د مبارزې لپاره د یوې ګډې لېوا په جوړولو د ګواښونو اندیښنه تر یوه ځایه حل کړه.
چین د خپل اقتصاد محوره سیاست له کبله هم د افغانستان ثبات ته په مهمه سترګه ګوري، ځکه که دا ثبات خراب شي، په سیمه کې د چین اقتصادي بازار ته زیان رسولای شي.
یاد شوي او ډېری نور هېوادونه د افغانستان ثبات ته د دې لپاره هم اړتیا لري، چې د دوی خاورو ته د نیشه یي توکیو، ترهګرو او جنایي ډلو د ورتلو مخنیوی ورسره وشي.
دا ټولې اندیښنې او د افغان حکومت له لورې ځينو دې هېوادونو ته د مشترکو اندیښنو په اړه قناعت ورکول سبب شوي، چې د شانګهای ډېر غړي د افغان سولې په اړه لېواله شي.
شانګهای او افغان سوله
د شانګهای سازمان غړي هېوادونه که هغه روسیه ده، که چین، یا هند او د منځنۍ اسیا هېوادونه هر یو افغان سولې ته ښه نیت لري. دوی هم د نړۍ او هم د سیمې په کچه د مطرحو قوتونو په توګه په افغان سوله کې ونډه لرلای شي.
دوی کولای شي په مستقیمه توګه هم له وسله والو طالبانو سره له خپلو ارتباطي چینلونو او نفوذ څخه په استفادې سره دغه ډله سولې ته وهڅوي او پر ایران او پاکستان د فشار له لارې هم د دې هدف لپاره کار وکړي.
البته په دې برخه کې جدي ستونزه به بیا هم د سولې په اړه د دوی د نظر د یووالي رامنځته کول وي، تراوسه لیدل شوي چې دا هېوادونه ټول د دغه بهیر په اړه واحد نظر نه لري.
افغان حکومت ته باید د دغه واحد نظر یا لږ تر لږه د متضادو نظرونو ترمنځ د یوه نسبي همغږي نظر رامنځته کول یو مهم لومړیتوب وي، ځکه که د سولې په اړه د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ نظرونه متضاد او یو د بل دفع کوونکي وي، بیا هم ستونزمنه ده چې د سولې په اړه له سیمه ییزې اجماع څخه په دغه بهیر کې لازمه استفاده وشي.
څه کول په کار دي ؟
لکه څنګه چې په ملي کچه د سولې د اجماع رامنځته کول د یوې ناستې یا یوې شورا د وس کار نه و، همداسې په واقعي مانا د سیمه ییزې اجماع رامنځته کول د یوې یا څو ناستو د وس کار نه دی.
سره له دې، چې د کابل بهیر په نوم د افغان حکومت د سولې نوښت په سیمه ییزه او نړیواله کچه سولې ته په اجماع رامنځته کولو کې د پام وړ ونډه لرله، خو تر دې ور اخوا هڅو ته اړتیا لیدل کیږي.
غوره به وي، چې ورته ناستې او کنفرانسونه له دیپلوماتیکې ساحې څخه هر اړخیزو بحثونو ته وغځیږي. په دې بحثونو کې د هېوادونو د سیاستوالو، اقتصادي او فرهنګي سکتورونو او نورو په برخه کې ورته ناستې او کنفرانسونه د ذیدخلو او ګډو مشترکاتو لرونکو لورو ترمنځ رغنده رول لري.
که دا هڅې تعقیب او د ګډو اقتصادي پروژو په شان پر نورو مشترکو ګټو کار وشي، ممکنه ده چې په واقعي مانا افغان سوله له سیمه ییزې اجماع څخه برخمنه او له اجماع څخه سرغړونکي لوري په نه سیمه ییزو همکاریو ملامته او منزوي شي.