ژباړه: احمدشاه پاڅون
دا عکس به مو بیخي ډیر کتلی وي، ممکن له کیسې به یې نا خبره یاست.
دا عکس په ۱۹۹۳ میلادي د مارچ پر ۳مه نېټه (کیون کارټر) اخیستی، دې عکس جایزې هم و ګتلې.
عکس هغه مهال په سوډان کي اخستل سوی، چي هلته د خوړو نیستي وه او د ملګرو ملتونو لخوا د خوړو د ویش مرکزونه جوړ کړل سوي وه.
د عکاس (کیون کارټر) په قول: دی؛ ددې مرکزونو عکاسۍ لپاره روان وو، لاره کي یې دا ماشوم ولیدی، چې د خوراک مرکز ته یې د تګ هڅه کول، مګر له لوږي، کمزورۍ او خوار ځواکۍ یې دا حال وو، چي یو قدم یې هم وړاندي نسو اخستلای. وروسته هلک توان له لاسه ورکړ او پر مځکه را غوځار سو.
په عکس کي د هلک تر شا ناست مرغه، په دې تمه دی، چي هلک مړ سي او دی یې په غوښو مشوکه سره کړي.
بس دې منظر د عکس تاریخ له اوښکو ډک کړ، ځکه کوین کارټر دا عکس پر نیویارک ټایمز و پلوری، کله چې نیویارک ټایمز دا عکس خپور کړ، نو په یوه ورځ ورسره زرګونه کسانو اړیکه و نیول او د هلک په اړه یې پوښل، چې ایا هلک مړ سو او که ژوندی و ژغورل سو؟ دا داسي پوښتنه وه، چي ځواب یې له نیویارک ټایمز سره هم نه وو.
خبره دلته نه ختمیږي، ددې صحنې عکاسي کوونکی کیون کارټر به تر هغه وروسته همیشه خواشنی ښکاریدی، د ژور خپګان په ناروغۍ اخته سو، چي بلاخره په دې عکس کې موجود درد ناک منظر عکاس ځان وژني ته اړ کړ. کیون په ۳۳ کلنۍ کي ځان وژنه وکړه. د هغه د ځان وژني طریقه هم ډیره نادره وه، خپل کور خوا کې هغه میدان ته ولاړی، چې ماشومتوب کې به یې هلته لوبي کولې، ده د خپل موټر سلنګسر ته یو پایپ نسب کړ او بیا یې د موټر چلوونکي له هنداري موټر ته دننه کړ، وروسته یې ټولي هنداري او دروازې لاک (بندي) کړې، موټر یې چالاند کړ، شېبه کې موټر له دوده ډک سو، په لوګي کي موجود کاربون مونو اکسائید د کیون ژوند واخیست.
د ځینو وګړو په باور، کیون د مرګ وجه د هغه د وجدان جوهر وو، چي شپه او ورځ یې دی خوب ته نه پرېښودی.
هغه مهال، چي کیون ته د عکس جایزې ورکول کیدې، ډیرو ټولنو پر هغه توندي نیوکي وکړې. له ده به یې پوښتل، چي عکس خو دي واخیست، مګر د هغه ناچاره ماشوم مرسته دي ولي ونه کړه؟ که یې غوښتي وای، ممکن کیون د هغه ژوند ژغورلی وایي، مګر هغه دا کار ولي ونه کړي؟
ځکه، کیون هغه مهال تر ماشوم له خپل مسلک سره ډیره مینه کول، بس همدې سوچونو د عکاس ارام واخیست، خوب ته یې نه پرېښودی.
دې عکس کیون ته نړیوال شهرت ورکړ او همدا تصویر د هغه د مرګ سبب هم سو.
هغه، چي خپل وروستی لیک پرې ایښی وو، یوه برخه یې داسي ده
(( پر ما له درد، لوږي او نیستۍ څخه د مړه کېدونکو ماشومانو سیوری پروت دی)).