ژباړه: مریم محمدي
د مخ ښکلا د زړه په معنا ده، یا هم دا چې مخ د ټول بدن هنداره ده.
د مخ ښکلا لپاره د چرګې هګۍ له خورا ساده ماسک نه استفاده وکړئ، چې نورو موادو ته اړتیا نلري.
۱- د هکۍ زیړو ماسک
یوازې د هګۍ ژړ، په مخ ووهئ، د ۵ دقیقو لپاره يې پریږدئ، کله چې لږ وچ شو په تړمو اوبو یې ووینځئ، ستاسو د مخ پوستکی به نرم او ښکلی وي.
۲- د چرګې هګۍ، قیماق او د ګازور د اوبو ساده ماسک
یوه دانه هګۍ له یوې قاشقې قیماق د ګازرو له اوبو سره مکس کړئ، بیا مو په مخ له ۵ تر ۱۰ دقیقو پورې پریږدئ، چې کله وچ شي، بیا یې ووینځئ. د مخ پوستکی به مو ځوان ښکاري او د وینې جریان به پکې ښه وي.
۳- د هګۍ سپین او د جوارو اوړو ماسک
یوه قاشقه د جوارو وړه د هګۍ له سپین سره یو ځای کړئ. د ۵ دقیقو لپاره په مخ مو پریږدئ، وروسته یې په تړمو اوبو ووینځئ. له دې اسانه ماسک سره به مو د مخ پوستکی تازه ښکاري.
۴-د هګۍ زیړ او د زیتونو غوړو ماسک
د زیتونو غوړیو او د هګۍ زیړو یو ساده او اسانه ماسک دی، چې دا تاسو کولی شئ، د شپې مخکې له خوب نه استفاده کړئ.
د هګۍ زیړ له زیتون غوړو سره ښه مکس کړئ، بیا یې په مخ او غاړه ووهئ. سترګې او پزه بند کړئ، بیا پرې یو پاک دستمال یا ټوټه واچوئ، وروسته له ۱۰ دقیقو یې ووینځئ. د زیتونو غوړي د نورو ګټو سر بیره د مخ پوستکي لپاره هم ګټور دي.
۶ د اوړو، ګبین او د هګۍ د سپین ماسک
له یو قاشوق اوړو سره ګبین او د هګۍ سپین یو ځای کړئ، بیا مو په مخ ووهئ، وروسته له ۱۰ دقیقو یې ووینځئ، د مخ پوستکی به مو فوق العاده نرم او سپین وي.
دا هغه ساده او ارزانه ماسکونه ول چې د ښکلا خوښوونکي میرمنې او نارینه یا ځوان ترې استفاده کولای شي.
چې مخ ښاسته وي، پو شئ چې نړۍ ښایسته ده.