له خاونده د میرمنې د زړه توریدو او کرکې ۵ لاملونه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه: الما افغان
۱- د شپې ګرځیدا
تاسو خو ټول پدې پوه یاست چې میرمنې ټوله ورځ د کور په سمبالښت بوختې وې او د ورځې په وروستیو کې ستړې هم وې.
هو! پوهیږو چې همداسې به پوه یاست.
که یو خاوند له اړتیا پرته پرلپسې د شپي ناوخته په داسې حال کې چي میرمنه يي په خواږه خوب ویده وي او یا هم د ډیرې ستړیا له وجې يې سترګې د خوب ټالۍ وهې کورته راشي، نو میرمنه به يې ددې عمل پر وړاندې بد عکس العمل وښيې او دا چې اکثره میرمنې د پوره زغم او حوصلې خاونده نده کیدای شې ستاسو دا کړنه يې خوابدې او زړه ماتې کړي.
۲- له میرمنې سره مشوره نه کول
لکه څنګه چې پوهیږو زموږ خوږ پیغمبر حضرت محمد (ص) به هم په کور کې له خپلو بیبیانو سره مشوره کوله، نو دا چاره په دې معنا چې تاسو يې هم باید ترسره کړئ، خو ډیری خاوندان يي نه کوي.
مثال په توګه: که ستا ښځه د پلار کور ته ځي له تاسره مشوره کوي چې کله لاړه شم؟ کله بیرته راشم؟ څه ورته واخلم؟ او دې ته ورته نورې هر اړخیزې مشورې له تاسو سره وکړي او ستاسو په مشورو عمل هم وکړي، خو برعکس که تاسو ډیری چاري د میرمنې له مشورو پرته ترسره کړئ او هغه پرې پوه شې ډیره به ناهیلې شې او دا کړنه به يې پرځان باور له لاسه ورکړي.
۳- د خپلې میرمنې پرځای نورو میرمنو ته ارزښت ورکول
ما یوه شپه ډیر ناوخته د ژوند د ملګري سره په موبایل خبرې کولې، د خبرو په منځ کې مې ورته وویل: که چیرته زما په کړنو کې بدلون راغی، دا معنا به ولري چي زه په ژوند کې له تا بل ښه څوک لرم او که ستا په رویه کې بدلون راغی، نو همدا شان معنا به ولري، هغه څو شیبې چوپ شو، وروسته يې ځواب راکړ: سمه ده.
دا خبره ددې لپاره کووم، هغوی چې خپلو میرمنو ته ارزښت نه ورکوي، نو لیري نده چې میرمنې يې ترې زړه ماتې شي.
۴- د وخت په تیریدو سره په مینه کې بدلون
که بدلون مو مثبت وو، خو بیخي ښه خبره ده او که منفي وو، نو ویرونکي او خفه کوونکې ده.
غواړم ووایم: ډیر کله خاوندان چې خپله میرمنه د واده په لومړیو وختو کې وګوري، دومره په خپلو مینو کې ډوب شې چې میرمنه په عامه اصطلاح تر آسمانه ورسوي، خو د وخت په تیریدو سره يې بیرته د ځمکې تل ته وغورځوي دا مو هیڅ ښه کړنه نده، هڅه وکړئ په خپلو احساساتو له اوله کنټرول ولرئ او تر اخره منځلارې پاتې شئ، که نه نو د اړیکو پایله به مو ډیره بې رنګه وي.
۵- پر میرمنې دوهمه ښځه یا بنه
د یوې میرمنې په حیث که څوک راته ووايې چې: مړه کیږې، دومره به خوابدې نشم، خو که څوک ووايي چې خاوند دې درباندې دوهمه ښځه کوي، نو هغه مې ریښتنې مړینه ده او دا کړنه به مې د خاوند سره د اړیکې د پیکه کیدو او زړه سړیدو سبب شې.
یو که اړتیا وي او د ضرورت له امله وشي، پروا نه کړي، ځکه اسلام کې جواز ورکړل شوی، خو د خپلې میرمنې ویرولو او هسې شوشا لپاره داسې خبرې کول، د میرمنې زړه ماتولی، کمزورې کولی او ژوند یې بدولی شي.
هڅه وکړئ د میرمنې ارزښت مو وپیژنئ، د خپلې میرمنې د میني حق مو د هیچا او هیڅ څه پر وړاندي مه قرباني کوئ او ژوند مو ترپایه د یوې نیکبختې جوړې په شکل تیر کړئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.