لیکنه: مریم محمدي
کباب بیلابیل ډولونه لري لکه: سیخ کباب، چپلي کباب، چوپان کباب او داسې نور چې تاسو به کور، میلمه ستیاو یا به مو به ښار کې خوړلي وي.
یو شمیر کسانو به لرګي کباب خوړلی وي، یا به یې پيژني، هغوي چې لرګي کباب یې نه دی خواړلی، یا هم غواړي چې د پخولو طریقه زده کړي نو له موږ سره دې پاتې شي.
مخکې له دې چې د یاد کباب اړین مود درته ووایم، له ځینو خلکو سره به دا پوښتنه پیدا شوي وي چې لرګي کباب څه معنا؟ دا ډیر اسان ځواب لري، کومه غوښه چې موږ یې نن پخوو دا هم د سیخ کباب په څیر، لرګیو کې په منظم ډول ورکول کیږي، خو د دې کباب لپاره د چرګ سینې له غوښې استفاده کیږي.
د اړتیا مواد
– د چرګ سينه يو کېلو
– پیاز دوه دانې
– رومیان درې دانې
– هوګه شپږ دانې
– دلمه مرچ یا شمله مرچ ژيړ او سره درې دانې
– مالکه د اړتیا په اندازه
– سرکه څلور قاشوغې
– لیمو دوه دانې
– مستې نیمه کیلو
د چمتو کولو طریقه
لومړی مستې د لیمو، اوبه، مالګې او سرکې سره یو ځای په یوه لویه لوښه کې مسک کړئ، بیا غوښه وړه وړه ټوټه کړئ، دا هم ورسره یو ځای کړئ، د ۳۰ دقيقو لپاره یې پریږدئ چې اخته یعنې یاد مواد غوښه جذب کړي.
پیاز، رومیان او دلمه مرچ واړه واړه څلور کنجه میده کړئ.
د یاولو ده، چې د دې کباب لپاره خاص لرګي په لویومارکټونو کې پلورل کیږي، کولای شئ هغه واخلئ په ډیرې اسانۍ سره یاد مواد پکې ځای پر ځای کړئ. په لرګي کې یوه ټوټه غوښه ورکړئ بیا یو ټوټه پیاز همداسې روم او دلمه مرچ ورکړئ په همدې لرګي کې بیا غوښه، پیاز، رومیان او دلمه مرچ په ترتیب ځای پر ځای کړئ.
د پخېدو طریقه:
کله چې ټول لرګي مو له یادو موادو څخه ډګ کړل، بیا په یو هوار دیګ یا ګړیچه( هرکارۍ) کې غواړي واچوئ چې ښه سره شي. بیا په منظم ډول څلور دانې لرګي چې له مواد ډګ دي غوړو کې واچوئ چې سره شي. په همدې ټوګه ټولو لرګیو کې بند شوي مواد پاخه کړئ.
د لرګي یا چوبک کباب چمتو دى. کولای شي دا خواړه په ځانګړو ورځو یا په میلمستیاو کې پاخه کړئ چې د خوند ترڅنګ دسترخوان ته هم خاصه ښکلی ورکوي.
نوش جان او دارو مو شه.