فوټبال: نن ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ سره لوبیږي!

سپینه تجريدي ډیزاین

فوټبال: نن ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ سره لوبیږي!
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۲مي اونۍ لوبو څخه نن ماښام د نړۍ قوي د فوټبال لوبډله ریال ماډریډ د اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلي سره لوبیږي.
دا لوبه د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانیتاګو برنباوو کي نن ماښام ۷:۳۰ بجې پيلیږي.
ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلو دواړو ننۍ لوبي ته د پوره چمتوالي خبر ورکړی.
images 1 فوټبال: نن ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ سره لوبیږي!
ریال ماډریډ هغه لوبډله ده، چي د لالیګا لیګ د جدول په لومړي ځای کي د ۴۶ نمرو په درلودلو سره شتون لري، خو اتلاتیک ماډریډ که څه هم د یاد لیګ قوي لوبډله پېژندل کیږي د جدول په پنځم ځای کي د ۳۶ نمرو په درلودلو سره شتون لري.
madrid feb 10 2019 atletico madrid s alvaro 786710 فوټبال: نن ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ سره لوبیږي!
هاخوا د اسپانیا هیواد بله قوي لوبډله بارسولونا سبا یکشنبه د لوانتې سره لوبیږي.
mini 2019 10 29 BARCELONA VALLADOLID 14 فوټبال: نن ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ سره لوبیږي!
دا لوبه د بارسلونا په کورني لوبغالي نیوکمپ کي سبا یکشنبه ماخستن ۱۲:۳۰ بجې ترسره کیږي.
بارسلونا بیا د یاد لیګ د نمرو په جدول کي د ۴۳ نمرو په درلودلو سره تر ریال ماډریډ وروسته په دوهم ځای کي شتون لري.

About ياران ټیم 3421 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.