
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي پخوانی تکړه ګول ساتونکی صادق ابراهیمي په کرونا ویروس اخته وو، چي بلاخره همدې ویروس ورڅخه ژوند واخیست.
د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي لیکلي، په ډیري خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چي د افغانستان فوټبال ملي لوبډلي پخوانی ګول ساتونکی د کرونا ویروس څخه مړ شو.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د هغه پر مړینه خواشینۍ څرګنده کړې.
صادق ابراهیمي له ۲۰۰۲ څخه بیا تر ۲۰۰۷م کال پوري د هیواد فوټبال ملي لوبډلي ګول ساتونکی وو.
هغه د ۲۰۰۲ م کال په آسیايي سیالیو کي د افغان لوبډلي لپاره ښې لوبي ترسره کړې.
همدارنګه په ۲۰۰۵م کال کي د بنګله دېش او ترکمنستان هیوادونو په وړاندي په افغان لوبډله کي ولوبېد.
د معلوماتو له مخي صادق ابراهیمي د فوټبال ترڅنګ د تکواندو او ووشو لوبه هم کوله او د فوټبال سره تر مخي ښې وروسته یې د تکواندو په برخه کي لوبغاړي روزل.