د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۵مي اونۍ لوبو څخه تېره شپه بارسلونا د ایبار فوټبال لوبډلي سره ولوبېده، چي بارسلونا ۵ ګولونه پر ۰ ایبار فوټبال لوبډلي ته سخته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره څلور ګولوهني لیونل میسي او یو ګول بیا آرتور ولګاوه.
میسي په یاده لوبه کي دا څلور ګولونه د لوبي په ۱۴مه، ۳۷مه، ۴۰مه او ۸۷یمه دقیقه کي ترسره کړې، خو آرتور بیا یوازینی ګول د لوبي په ۸۹یمه دقیقه کي ترسره کړ.
په پرونۍ بریا سره بارسلونا د ریال ماډریډ فوټبال لوبډلي هغه ریکارډ هم مات کړ، چي ۶۱۵۰ ګولونه ئې د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ په تاریخ کي وهلي وه.
اوس بارسلونا دا ریکارډ خپل په نوم ثبت کړ، چي د لالیګا لیګ په تاریخ کي ئې د خپلو ګولونو شمېر ۶۱۵۱ ته ورسوی.
هاخوا بیا تېره شپه ناوخته ریال ماډریډ د لوانتې فوټبال لوبډلي سره لوبه ترسره کړه، چي ریال ماډریډ د یادي لوبډلي څخه ۱ ګول پر ۰ سخته ماته وخوړه.
په یاده لوبه کي ریال ماډریډ چانس درلود، چي د بارسلونا له لوري مات سوي ریکارډ ته بیرته ځان ورسوی، خو د لوانتې په وړاندي ئې هیڅ ګولوهنه نکړه ترسره.
د دې دوو لوبډلو ترمنځ د ګولوهنو همدا ریکارډ به همداسي روان وي او ممکن یو ځلي یوه لوبډله او بیا بله لوبډله په لالیګا لیګ کي ډيري ګولوهني وکړي، چي یاد ریکارډ ته به ځان ورسوي.
بارسلونا په پرونۍ بریا سره د لالیګا لیګ د نمريي جدول لومړی ځای له ریال ماډریډ څخه ونیوی.
اوس بارسلونا د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د نمرو په جدول کي د ۵۵ نمرو په درلودلو سره لومړی او ریال ماډریډ بیا د ۵۳ نمرو په درلودلو سره دوهم ځای لري.